د جدي د تورې شپږمې ورځې په اړه کال په کال نظرونه او لید لوري بدلون مومي. څوک یې د شخصي تجربو، څوک یې د ایمان له زاویې، څوک یې د سیمه ییز او څوک یې بیا د نړیوالو لویو سیاستونو له ادرسه تشریح کوي.

خو تر کومې کچې چې موږ په دې اړه معلومات تر لاسه کړي دي، د ۱۳۵۸ هـ ل کال د جدي له شپږمې څخه ډير مخکې د ګاونډي هیواد په لمسون، د امریکايي استخباراتو له خوا د ویتنام جګړې د غچ اخستنې په موخه قصدآ زمینه سازي شوې وه، چې ددغه پروسې د تکمیلوونکو او زمینه سازو په توګه له  کمونستانو او مجاهدینو څخه په فوق العاده توګه کار واخیستل شو، اوس نو موږ په دې خبرو لږ لږ پوهیږو، چې ولې او د څه لپاره دداسې سرنوشت سره مخامخ شوي یو.

په ۱۳۵۳ کال کې د امریکايي او پاکستاني استخباراتو په مشوره او مستقیمه لارښوونه د ګلبدین حکمتیار، استاد رباني، احمد شاه مسعود او د مجاهدینو د ځينو نورو مشرانو له خوا د داود خان د حکومت د نسکورولو په موخه په لغمان، پنجشیر او یو شمیر نورو ولایتونو کې یوه ناکامه کودتاه تر سره شوه چې د مولوي حبیب الرحمن په ګډون د هغه وخت د نهظت اسلامي ډير غړي په کې ووژل شول.

له دې وروسته د داود خان پر ضد د مجاهدینو وسله واله مبارزه پیل شوه، د مصري او اسرائیلي کربینونو په وسیله به یې له لوړو غرونو څخه د افغانستان د ملي اردو او پولیسو منسوبین په نښه کول او یو په یو به یې په شهادت رسول، چې په هغه وخت کې نه روسان افغانستان ته راغلي  و او نه کمونستان په قدرت کې و.

دیخواته بیا یوه بله ډله د چپیانو یا په عامه اصطلاح د کمونیستانو په نوم فعاله وه، چې د ۱۳۵۲ کال د سرطان په ۲۶ نیټه د ظاهر شاه د حکومت د نسکورولو په کودتا کې  یې د داود خان سره ډيره مرسته کړې وه.

په ۵۷ کال کې کمونستانو  په داود خان بریالۍ کودتاه وکړه او داود خان یې د خپلې کورنۍ سره یو ځای په شهادت ورساوه.

کمونستانو د کور، کالي، ډوډۍ او د ټولنیز عدالت تر شعار لاندې داسې کارونه پیل کړل چې په لوی لاس یې د پاکستان څخه د تمویلیدونکو مجاهدینو ادعاو ته  ته مشروعیت ورکړ.

د اوریدو له قراره او د تاریخي شواهدو پر بنسټ چې کمونستانو د جوماتونو په دیوالونو باندې  د لینن عکسونه وځړول( له هغه ډلې کمونستانو څخه یو ما په خپلو سترګو لیدلی دی او ورسره مې په دې اړه خبرې کړي دي چې  په خپل کار یې اعتراف وکړ)، هر ګیره ور به یې د اشرار په نوم ژوندی په ځمکه ښښ کړ.

د کمونستانو ظلمونو به چې هر څومره  زور اخیست په هماغه اندازه به د مجاهدینو صفونه پیاوړي کیدل او د سربازګیرۍ لپاره یې امکانات او پلمې برابریدلې، په همدې ترتیب به په پاکستان کې امریکايي او پاکستاني استخبارات لاپسې فعاله کیدل او د روسانو د ښکیلولو او پر وړاندې یې د عملي اقدام او د ویتنام د ماتې د غچ لپاره پلانونه جوړیدل.

که په بیطرفه توګه تاریخ ته ښه توجه وکړو نو دې نتیجې رسیږو، چې د ۱۳۵۸ کال د جدي شپږمې ته د مجاهدینو او کمونیستانو له خوا په کامله توګه زمینه سازي شوې وه.

د کمونستانو ظلمونو دیته زمینه برابروله چې د مجاهدینو تحرکات ډير شي، چې په دې توګه امریکایي او پاکستاني استخباراتي تیوریسنانو ته دا موقع برابریدله چې د افغان ولس د پاکو او ایماني احساساتو څخه په استفادې دغه میدان لاپسې ګرم کړي.

کمونستانو به روسانو ته ویل چې که تاسو عملي اقدام ونه کړئ نو موږ به د جګړې په ډګر کې دغربي امپرایالیزم  له خوا مات شو، په همدې توګه پاکستاني استخباراتو به امریکایانو ته ویل چې که روسان په افغانستان کې بریالي شول نو هم به تر ګرمو ابو ورسیږي او هم په سیمه کې مارکسیستي مفکوره خپل اخري کچې ته لوړه شي چې دا به په راتلونکي کي د امریکا او ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ وي او په همدې ترتیب یې هغوی ته په غوږ غوږ کې ویل چې همدا د ویتنام د غچ  اصلي وخت دی.

د پاکستانیانو دغه هلې ځلې د داود خان له خوا د لوې افغانستان د داعیې او تر اټکه پورې د نیولو لپاره د سفر برۍ په نوم د عملي اقدام پروړاندې ( د داود خان د سفر برۍ په اړه باید ځوانان په خپله ډیر معلومات پیدا کړي) پاکستاني استخباراتو او حکومت ته ښه زرین چانس په لاس راغلی و.

بلاخره هم کمونستان په دې بریالي شول چې غربي هیوادونو او پاکستان ته د مداخلي عملي زمینه برابره کړي او هم غربي او پاکستاني استخباراتو وکولی شول چې شورویان د جګړي میدان ته ښکیل کړي.

روسان راغلل، پر وړاندې یې د عامو خلکو سپیڅلی جهاد او د سیاست مدارانو استخباراتې جګړه پیل وشوه،  څه باندې یونیم میلیون افغانان شهیدان شول، ډير نور ټپیان او کورنۍ یې در په دره شول، د نهه کاله او څومیاشتو جګړو وروسته شورویان مات او په خپله مخه ولاړل، چې  شوروي اتحاد هم ورسره له منځه ولاړ. افغانستان دړې وړې شو، ټول بنسټونه یې ونړیدل او د تل لپاره د پاکستان د مداخلو مرکز وګرځيده، داود خان له ځان سره د لوی افغانستان  ارمانونه ګورته یوړل، چې ددې ټولو غمیزو نتیجه د نړۍ په کچه د افغانستان او افغانانو د حیثیت د ټيټيدو او له منځه تلو سبب شو.

پاکستان په سیمه کې د قوي دولت په توګه څرګند شو، د افغانستان د جهاد او ورانیدو له کبله له یو کمزوري پاکستان څخه اټومي قوت جوړ شو، د برلین دیوال د نړیدو په مراسمو کې د افغانستان په ځای پاکستان ګډون وکړ او په ډير افتخار سره یې وویل چې د شوروي اتحاد دړې وړې کیدل د پاکستان د هڅو نتیجه وه.

او موږ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ځوانانو ته په کار ده، چې د معاصر تاریخ په ښه مطالعې سره ددغه غمیزې او له دې وروسته پیښوته په بې طرفانه توګه توجه وکړي تر څو په دغه برخه کې یو ځل بیا د ځينو ډلو او افرادو په  فریبکارانه دامونو کې ګیر نه شي.

او نورې ډيرې خبرې….

One thought on “روسان خو مات شول، ګټه چاوکړه؟ | امید اڅک”
  1. ښه تحلیل دی
    بده نده چي دا لاندی ټکی هم پر اضافه شی
    شوروی یوه غټه بې ثمره او زهرجنه ونه وه چي سیوری ئې تود او مېوه ئې ترخه وه خو د نړیوال سیاسی طوفانونو ددې ونی کیفیت ور بدل کړ
    اوس کولای شو چه د یوې مناسبی ونی په سترګه ورته وګورو او له شتون څخه ئې مناسبه او معقوله ګټه پورته کو

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *