سردار محمد همدرد
زموږ د هیواد لویه ستونزه د وطن د نه مینې موجودیت دی.
د روس د راتګ مخکې د وطن سره مینه او ملي ګټو ته اکثره افغانان ژمن وه.
اوس تر جګړې راوروسته په دې هیواد کې لویه خطرناکه خبره پراخ اداري فساد دی، وطن او ملي ګټو ته ژمن کسان لیوني بلل کیږي.
چې خبره رانه اوږده نشي، خبره مې د شهید قهرمان کوله، قهرمان صاحب سره مې ډېر مجلسونه وکړل، کله کله به مې چې د ناخوالو نه زړه ډېر تنګ شو او په خاص ډول چې کله د دولت د مامور په حیث وټاکل سوم.
په حکومت کې داسې څوک نه وو چې زما درد واوري، په خاص ډول مخامخ اداري فساد، نو ورته وه به مې ویل چې قهرمان صاحب داسې ناروا شروع ده ، د ده به اخري خبره دا وه همدرده زه د نیم هیواد استخباراتي معلومات د ملي امنیت ریئس ښاغلي ستانکزي ته ورکوم، په میاشت کې د یونیم خطرناکو او خونړیو پېښو مخه نیسم، ځواني لا د حکومت منظور وي چې ټلیفون ته مو ځواب ورکوم.
پر دې وطن ډېر بې احساسه، بې مسولیته او بې رحمه خلک حاکمان دي او بیا به یې ښېراوې شروع کړې !
په اخر کې دا یوه خبره ولسمشر ته کوم چې هغه یواځې ستا د ټیم نه بلکې هغه ستاسې د فکر او مبارزې ملګرتیا هم کوله، پس له مرګه د هیواد دا ملي او پر وطن میئن شخصیت چې په هیواد کابل کې یې یو مهم ځای د ده په نوم ونوموو!
روه یې ښاد په قبر دې برکت یي!
د یو فردی نظر پتوګه به د همدرد صاحب تفکر د جبار په وړاندی د منلو وړ وی خو که دا فکری ملاتړ ئې د هلمندتوب او نورزی توب پر بنا وی نو د سختی ګناه مرتکب دی
اصلاً بله خبره
د تاریخی ترخو پېښو د کتالوګ په کتاب کی د جنجالی نومونو په نښه کول او هغو ته مراجعه به د وخت ځایه کول وی خصوصاً کله چه هغه کسان نور زموږ په منځ کی شتون ونلری
د یو شخص استعداد او پوهه د هغه له املا او لیک نه مالومیږي. په څلور سطره لیک کې درې املایی غلطي او په یو دروند ، منلي شخصیت انتقاد یې لا بله ګناه ده .