د حقوقو بنسټونه  د ننګرهار پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي استاد پوهندوی  احمد ګل واثق دراني اثر دی چې په ښکلې بڼه او ښه صحافت مازيګر کتابپلورنځي د ۱۰۰۰ ټوکو په تيراژ چاپ کړی.

دا کتاب  ۳۲۰ مخونه لري او  د حقوقو بنسټونه ، افاقي حقوق، حقوقي قواعد، له نورو علومو سره د حقوقو اړيکې، ملي حقوق، نړيوال حقوق، د حقوقو وېشنه، اساسي حقوق،  اداري حقوق، د جزا حقوق، تابعیت، قانون، اساسي قانون، لويه جرګه، مقننه قوه، د دولت د رياست مقام، د سترې محکمې عالي شورا، رييس جمهور، د قانون تفسير او نور موضوعات په خپله لمن کې رانغاړي.

د ټولنې د هرې  څانګې او مسلک  خاوندانو ته  د دې علمي کتاب لوستل ګټور دي  د حقوقو محصلين او د سياسي علومو مينه وال کولای شي چې   له مازيګر کتابپلورنځي څخه  يې  په  وړ  بيه  واخلي.

One thought on “د حقوقو بنسټونه چاپ شو”

ځواب دلته پرېږدئ