ښاغلی ارینزی
د تاریخ د تیوري نامتو تیورسن، اچ. کار، په خپل کتاب (تاریخ څه ته وایی؟) کې دې پایلې ته رسېدلی چې خلک او په تېره بیا روڼ اندي باید تاریخ ښه په غور ولولي چې هغه درنې تېروتنې بیا تکرار نه کړي چې یو ځلې یې تمدنونه او هېوادونه وران کړي او د خلکو له سرونو څخه مینارونه جوړشوی دي!

موږ د افغانستان ډېر د بده مرغه، د تاریخي جهالت، زړو مواریثو، قبیلویت او لږ پوهې له امله، د تاریخي حوادثو د تکرار څخه پند نه اخلو، ډېرې خونړۍ پیښې بیا – بیا تکراروو او ځانونو ته بیساري مادي او معنوي زیانونه رسوو.

په ډېر معاصر تاریخ کې هغه وخت چې د ډاکټر نجیب الله تر مشرئ لاندې دولت، دې ته مجبور شو چې واک له جهادي تنظیمونو سره ووېشي او یا ټول واک هغوي ته وسپاري، د انصارو د هېواد استخبارات رامخې ته شول او تنظیمونه یې دې ته وهڅول چې له کابل سره د خبرو په ځای د ماسکو مرسته وغواړي او قضیه هورې حل کاندي!

د انصارو د هېواد استخباراتو په حقیقت کې زموږ تش په نامه تنظیمي مشران دوکه کړل. دوی ته یې ویل چې تاسو باید د خبرو او جوړجاړۍ له لارې نه؛ بلکه د بري له شنو جنډو سره کابل فتح کړئ او د پاکستاني قاید، جنرال ضیاالحق، هغه ارمان پوره کاندي چې غوښتل یې د کابل په پل خشتي جومات کې د فتحې د شکرانې لمونځ ادا کړي!!

په هغه وخت کې امریکا، شوروي اتحاد، کابل حکومت او پاکستان، د افغانستان د لویې جګړې د پای ته رسولو له پاره خبرې کولې او تنظیمونه یې ګوښې ته کړي وو، هاخوا تنظیمونو په دې ټینګار کاوه چې د کابل له ګوډاګي ادارې سره خبرې نه کوي. دوی شوروي اتحاد د جګړې اصلي لوری باله او له هغوی څخه یې د جګړې د ورانیو د غرامت د اخستلو تبلیغ هم کاوه؛ خو د قضیې اصلي اړخ یعنې د انصارو د هېواد استخباراتو غوښتل چې د فتحې د ډرامې له لارې، په افغانستان کې د (دولت) مضبوطه موسسه یا بنسټ مات کاندي، نظام له منځه ویسي او سیستمونه ګډوډ کړي.

همداسې هم وشول او موږ هغه ناکردې ولیدې چې تنظیمونو وکړي او د وطن ستونزې یو ملیون ځلې ډېرې شوې.
اوس چې امریکا پرېکړه کړې چې د خپلو پخوانیو ژمنو او خبرو په خلاف، له طالبانو سره مخامخ خبرې وکړي او د افغانستان په وینو سره ټپ ته د حل یوه سیاسي لار ومومي، طالبان په ټینګار سره وایي چې د افغانستان له دولت سره ځکه خبرې نه کوي چې د ځینو مسایلو په برخه کې د تصمیم نیولو واک او ځواک نه لري؛ خو واقعیت دا دی چې افغانستان اوس یوه بې دولته جغرافیه نه ده. د طالبانو د امارت له نسکورولو وروسته نړیوالې ټولنې له افغانستان سره ډېرې اخلاقي او مادي مرستې کړي چې د (دولت) موسسه بیا داسی په پښو ودرېږي چی یوه ورځ د ټول افغانستان د جغرافیې د کنترول او ادارې وس او وړتیا ومومي. نړیوالو د افغانستان په هکله ډېرې غونډې  وکړې چې د دولت د موسسې ملا وتړي او ټاکنو ته یې پریمانه پیسې او مشورې ورکړې چې بیا هم د دولت د موسسې مشروعیت پیاوړی کاندی.

دا دولت اوس شپاړلس – اوولس کاله کېږي چې اساسي قانون، درې ګوني قواوې (اجراییه، مقننه او قضاییه)، ملي سرود، ملی بیرغ، ملي بنسټونه (اردو، پولیس، امنیت، څارنوالي او نور) او له ډېرو نیمګړتیاوو سره – سره نسبتاْ اصولي جوړښت لري چې په لسګونو دولتونه، ملګري ملتونه او سترې نړیوال ټولنې یې په رسمیت پېژني او اوس په داسې یو واقعیت بدل شوی چې سترګې نه شي پرې پټېدای!

اوس چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې خپل څلورم پړاو ته نژدې کېږي او د سعودي، اماراتو او پاکستان استازي هم په خبرو کې برخه اخلي، د ټولو اړخونو اخلاقي ذمه وارې ده چې طالبان دې ته اړ کاندي یا وهڅوي چې په یو پړاو کې له افغان دولت سره هم خبرې وکړي او ډېرې هغه ستونزې چې په دوی دواړو پورې اړه لري، لکه له تور لست څخه د طالبانو د مشرانو د نومونو ایسته کول یا د بندیانو تبادله او داسې نور، په خپله حل او فصل کاندي.

په افغانستان کې د دولت موسسه د پیاوړي کېدو په حال کې ده، که طالبان، امریکا، پاکستان او نور اړخونه د دې موسسې د کمزورتیا یا ماتیدو هڅه کوي، دا به د افغانستان له تاریخ او خلکو سره ستره جفا وي.

سره له دې چې په افغانستان کې د واک او ځواک اصلي مراکز په بهرنیو سفارتونو او د امریکایي او ناټو پوځونو په قوماندانیو کې دې، بیا هم د افغانستان دولت باید د هر راز روغې، جوړې، تفاهم او مصالحې یوه برخه وي. دا داسې یو واقعیت دی چې باید په پام کې ونیول شي. که داسې نه وي د دولت  هر راز عکس العملی منفی اقدامات، مصالحې او د امریکا (جمع ملګرو) او طالبانو خبرو ته خنډونه جوړولای شي چې دا بیا د سولې روان بهیر ته زیان رسوي او ښکاره خبره ده چې د دې زیان بیه د افغانستان خلک پرې کوي چې په تیرو پردیو تحمیلي څلوېښت کلنو جګړو کې ډېر ځوریدلي او سولې ته په تمه دي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *