تاند- د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ته ټېلفون وکړ او د افغانستان په سوله کې یې د همکارۍ ژمنه ورکړه.
په وروستیو کې سعودي عربستان د افغانستان په قضیه کې لېوالتیا زیاته کړې ده. دې هیواد په ابوظبي کې د امریکا، متحده عربي اماراتو او طالبانو په غونډو کې هم فعاله برخه واخیسته.
د سعودي پاچا د افغانستان ولسمشر ته وعده ورکړه چې د افغانستان د سولې په بهیر کې به له افغانانو سره بشپړه مرسته وکړي.
ملک سلمان وویل چې د افغانستان روانه شخړه یوازې د خبرو او پخلاینې له لارې حل کېدای شي.
په همدې حال کې راپورونه وايي چې سعودي عربستان د افغانستان له حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو په هدف په خپل هیواد کې د یوې غونډې تابیا کړې ده.
د افغانستان د سولې شورا او ېالبانو د سعودي عربستان له لوري د غونډې د حوړېدا پرېکړه تایید کړې خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د بلې غونډې په اړه بحثونه لا نهايي شوي نه دي.