ژباړه ـ روح الله ـ تلاش .    

د امریکا متحده ایالتونو پخوانی ولسمشر بارک اوباما په خپله فېسبوک پاڼه کې د هغو کتابونو نوملړ خپور کړی چې نوموړي په ۲۰۱۸م کال کې لوستلي دي. نوموړي همداراز د هغو سندرو او فلمونو نوملړ هم خپور کړی چې ده کتلي دي. بارک اوباما په ۲۰۱۸م کال کې توانېدلی چې ۲۹ کتابونه ولولي چې په دې کتابونو کې د هغه د مېرمن میشل اوباما کتاب «کېدل» هم شامل دی. د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمن میشل اوباما Becoming یا هماغه کېدل کتاب اوس مهال په امریکا کې د نړۍ په ډېر پلورل شویو کتابونو په ډله کې راغلی او همداراز د اوباما د خوښې کتابونو په لومړي کتار کې هم لیدل کېږي. د بارک اوباما د خوښې وړ فرهنګي او هنري اثارو کې د تور پوستو هنرمندانو او لیکوالانو آثار هم تر سترګو کېږي.

روح الله ـ تلاش .

د اوباما تل پاتې رواج

باراک اوباما همداراز لیکلي دي «لکه څرنګه چې ۲۰۱۸م کال پای ته ورسېد نو زه هم د تل په څېر خپل دوود او دستور ته دوام ورکووم او له تاسې سره د کال پای نوملړ شریکووم. په حقیقت کې دا راته چانس راکوي چې په تېر یوه کال کې د لوستل شویو کتابونو، د اورېدل شویو سندرو او د لیدل شویو فلمونو په اړه فکر وکړم او ټول په یاد راولم. دا کار همداراز مرسته کوي څو د تکړه لیکوالانو، هنرمندانو او داستان لیکوونکو نومونه مطرح کړم. ځینې راته نا اشنا دي او د ځینو نورو نومونه مې لا نه دي اوریدلي.»

ځینو کتابونو او فلمونو ته اشاره

د میشل اوباما کتاب «کېدل»، د تایاري جونز «امریکايي واده»، د چیماماندا ادیچي «امریکايي»،  د کیت پين و تارا وستور «ماته زینه»، د هانس روزلینګ «رښتیا» او د الکس واګنر «د یوې کورنۍ راز» دا هغه مشهوره کتابونه دي چې اوباما  لوستلي دي.

بارک اوباما همداراز ۱۵ فلمونه کتلي دي، د هغو فلمونو په ډله چې بارک اوباما په ۲۰۱۸ م کال کې لیدلي د نابودۍ، تور پړانګ، د استالین مرګ، د پښوچاپ بي، بلک کلنزمن، له انجونو ملاتړ، ایا ته زما ګاونډۍ نه یې، سوځېدل او د سترګو لید فلمونه تر سترګو کېږي. اوباما په پای کې په ۲۰۱۸ م کال کې د خپلې خوښې ۲۳ سندرو نوملړ ته هم اشاره کړې چې  بیانسه سندرې نوم هم پکې لیدل کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *