دوستم او قیصاري

تاند- د ملي غورځنګ مشر او د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د هغه چا ملاتړ کوي چې لومړی مرستیال د ده په خوښه یو ترکمن غوره کوي.

جنرال دوستم دا خبره د جمعې په ورځ د خپل ملېشه قوماندان نظام الدین قیصاري له خوشي کېدو وروسته په یوه غونډه کې وکړه.

قیصاري د سږ کال په دوبي (حولای میاشت) کې ونیول شو او له څو میاشتو بند وروسته د جنرال عبدالرشید دوستم په زیاتو هڅو خوشي شو.

دوستم تایید کړه چې د ولسمشرۍ انتخابات ځنډېږي خو ویې ویل چې له بېلابېلو شخصیتونو سره، چې غواړي ځان کاندید کړي، په خبرو بوخت دی.

پخوا ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکي لمریز کال د حمل په پای کې ترسره شي خو اوس د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې ممکن ټاکنې درې میاشتې وځنډېږي.

One thought on “دوستم وايي، د هغه کاندید ملاتړ کوي چې د ده په خوښه لومړی مرستیال ونوموي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *