سپینه ماڼۍ

تاند- سپینې ماڼۍ هغه خبر رد کړ چې ګنې ولسمشر ډانلډ ټرمپ پتېیلې ده چې له افغانستانه اووه زره پوځیان باسي.

په وروستیو کې ګڼو امریکایي رسنیو د سپینې ماڼۍ د سرچینو په قول وویل چې ولسمشر ټرمپ په دې غور کوي چې له افغانستانه خپل نیمايي پوځیان باسي. دا خبر په داسې وخت کې اعلان شو چې په ابوظبي کې د امریکا او طالبانو خبرې تازه پای ته رسېدلې وې او ډېرو داسې انګېرله چې ممکن د ځواکونو ایستل له طالبانو سره د احتمالي روغې جوړې برخه وي. دې اعلان د افغانستان په جګړه کې د امریکا پر متحدانو خورا منفي اغېز وکړ او ځینو وویل چې ټرمپ له دوی سره مشوره هم نه وه کړې.

د سپینې ماڼۍ یوه ویندوی ګاریټ مارکویس بلومبرګ شبکې ته په استولي برېښنالیک کې ویلي«ټرمپ په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شمېر د کمولو پرېکړه نه ده کړې او نه یې دفاع وزارت ته لارښوونه کړې چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د ایستلو کار پیل کړي.»

د ښاغلي مارکویس تر برېښمالیک وړاندې د امریکا حکومت رسماً له افغانستانه د ځواکونو د ایستلو پرېکړه تایید یا رد کړې نه وه.

لس ورځې وړاندې لومړی پلا وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې راپور ورکړ چې ټرمپ له افغانستانه د ۷ زره امریکايي پوځیانو پر ایستلو غور کوي.

امریکا په افغانستان کې ۱۴ زره پوځیان لري.

حاضردمه په افغانستان کې د ټولو بهرنیو پوځیانو شمېر نژدې ۱۷ زره دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *