تاند- د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد، چې ګومان کېده د سولې د پروسې مخالف دی ځکه چې پخپله د دې بهیر قرباني شوی، په لومړنۍ وینا کې وویل چې د سولې د بهیر ملاتړ کوي.

ښاغلي خالد د شنبې په ورځ د دفاع وزارت منسوبانو ته د معرفۍ په مراسمو کې وویل چې افغانانو ته ډاډ ورکوي چې  د سولې د پروسې ملاتړ کوي.

اسدالله خالد د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ په مهال د ملي امنیت عمومي ريیس و چې د یوه طالب له لوري، چې ځان یې د طالبانو د سولې استازی معرفي کړی و او په معقد کې یې چاودېدونکي مواد ایښي و، سخت ټپي شو.

خالد په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې افغان امنیتي ځواکونه به له دفاعي حالته تهاجمي حالت ته اړوي او د سر ورکوو او سنګر نه ورکوو شعار به په «سر وهو، سنګر به یې نیسو» بدلوي.

د ښاغلي خالد په څرګندونو کې د پام وړ بله خبره دا وه چې لیاقت او صلاحیت به د قومي ونډو قربان نه کړي.

د کورنیو چارو سرپرست وزیر امرالله صالح بیا په خپله لومړنۍ وینا کې زیات تمرکز د پولیسو له یونیفورم څخه د ناوړه استفادې پر مخنیوي وکړ او امر یې وکړ چې پولیس چارواکي حق نه لري چې سفارتونو ته لاړ شي.

ده د کورنیو چارو وزارت د پولیسو له هغو ډلګیو غوښتي چې د سفارتونو ساتنه کوي، که د وزارت کوم کارکوونکی له دې امره سرغړونه کوي، په اړه یې 22معلومات ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *