کله چې هم دوه لوري له یوه بل سره په مخالفت کې کلونه کلونه تېر کړي او په دې عمر کې یې تل د یوه بل د ځپلو او لمنځه وړلو هڅې کړي وي او دواړو لوریو یوه بل ته مالي او ځاني زیانونه هم اړولي، نو چې کله د سولې لپاره سره کیني باید د تیرو کلونو ډیر څه سره هیر کړي او له ډیرو موضوعاتو سره تېر شي. ولې له بده مرغه باید ووایو چې دا څه په افغان سوله کې تر دې دمه نه تر سترګو کیږي.
د افغان دولت او وسلوالو مخالفینو تر منځ له کله چې د سولې خبرې ګرمې شوې دي له همغې ورځې جنګ که څه هم ژمی دی او په نورو وختونو کې لږ څه حالات ښه وو ولې اوس برعکس شوي او که ژمې سړیږي او د سولې خبرې ګرمیږي ورسره د دواړو لوریو یوه بل ته تهدیدات هم مخ په ګرمیدو دي. له کومې ورځې چې د افغانستان د سولې په اړه په متحده عربي اماراتو کې د ابوظبۍ په ناسته کې چې په کې د افغانسان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او يو شمېر نورو امریکايي چارواکو په ګډون، د پاکستان، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان او د سولې د عالي شورا يوه پلاوي ګډون کړی و او وسلوالو طالبانو په کې د افغان دولت له استازو سره له خبرو کولو ډډه کړې وه نو له همغې ورځې راهیسې دولت هم د وسلوالو طالبانو پر وړاندې په خپلې جنګي ستراتیژۍ او چارواکو کې ادلون بدلون رامنځته کړ.
تاسې شاهد حال یاست چې د مرغومي ۲مه (ډسمبر ۲۳) افغان ولسمشر محمد اشرف غني اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو د چار سمبالو وزیرانو په توګه وټاکل. چې ددې سرپرست وزیرانو له لوري ددوی له ګمارنې را په دېخوا سختې څرګندونې کیږي چې د بېلګې په توګه د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد خبرو ته په پام سره چې ویلي یې وو د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد به تهاجمي حملې زیاتې شي.
ددې ترڅنګ به د افغان امنیتي ځواکونو تهاجمي حملې به زیاتې شي او دغه ځواکونه به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې په بې رحمۍ سره عمل وکړي. یواځې دا نه، بلکې وسلوالو طالبانو هم په تیره او روانه میاشت کې خپل بریدونه د تل په څیر جاري ساتلي او کوم خاص توپیر نه دی په کې راغلی. راځو اصلي موضوع ته چې ولې دوی د سولې د خبرو له ګرمیدو سره جنګي میدانونه همغسې تاوده ساتلي ؟
که خبره له نړیوالو څخه امتیاز اخستل وي دا بیا ځانته خبره ده چې کواګي دا دوه لوري شاید په دې لټه کې وي چې یو بل نورو ته کم او کمزوري ورپیژني او د سولې په خبرو کې له منځګړي زیات امتیاز ترلاسه کړي او له خپل قوته او ستراتیژۍ یې متاثره کړي دا بیا ځانته خبره ده، خو ددې تر څنګ دوی دې دا نه هیروي چې په دې سیمه کې د هرې ګونډې او یتیم سترګې ددوی له لوري سولې ته دي که هغه وسلوال طالبان دي یا افغان دولت، د دواړو لوریو چارواکي که ددوی لاسته راوړنې ساتل غواړي خو ددې عام ولس قربانۍ دې نه هیروي چې بې ګنا زیات شمیر خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
په دې هیواد کې مونږ او تاسې درې ډلې خلک لرو، لومړی هغه چې په افغان دولت کې فعال وي دویم هغه چې د دولت وسلوالو طالبانو کې فعالیت کوي او دریم هغه چې په دواړو کې کوم خاص فعالیت نه کوي او خپل ژوند په ورځنۍ مزدوري او په بله غریبي پر مخ وړي. لومړۍ او دویمه ډله خلک خو تاسې ګورئ چې هره ورځ تلفات لري خو دریمه ډله خلک چې عام وګړي دي دوی هم په امان نه دي پاتې او دوی هم د لومړۍ او دویمې ډلې خلکو له لوري د ړندو توغول شویو مرمیو ښکار ګرځي چې دوی هم زیات شمیر تلفات ویني.
حیران لا دې ته یم چې دا جنګ دی د چا او مري په کې څوک، تاسې شاهد حال یاست چې موده مخکې ولسمشر غني روښانه کړه چې په تیرو څلورو کلونو کې ۲۸ زره پولیس او د ملي اردو ځواکونه وژل شوي دي، ددې تر څنګ د یوې بهرنۍ رسني په حواله هم ویل شوي وو چې يوازې د نوامبر له نهمې تر پنځلسمې لږترلږه ۲۴۲ افغان پوځیان وژل شوي دي.
د همدې رسنۍ په حواله، د ولسمشر غني له خوا د دغو اعلان شویو شمېرو له مخې، هره ورځ ۲۵ افغان سرتېري چې په اوونۍ کې ۱۷۵ تنه کېږي، وژل کېږي. ددې تر څنګ د جنګ نورې ښکیلې ډلې چې افغانان دي هغوي هم هره ورځ تلفات ورکوي او زیات شمیر یې خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د ملکي وګړو اړوند د یوې اعلامیې له مخې ویل کیږي چې یوازې د ۲۰۱۸ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۶۹۲ عام وګړي وژل شوي دي، همدارنګه د ملکي وګړو د خوندیتوب د یوې ډلې په حواله ویل کیږي چې یواځې په تیره میاشت کې دوی د افغانستان له ۱۶ ولایتونو د ملکیانو د وژل کیدو او ټپي کیدو راپورونه درلودل. ددې جنګ څخه چې لویان یې پر مخ وړي، کوچنیان هم روغ نه دي پاتې د يوناما تازه راپور ښيي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ او سپټمبر تر منځ حملو او چاودنو کې ۶۵۳ ماشومان وژل شوي، ۱۴۸۳ ټپيان شوي چې د یادې مودې د ټولو ملکي تلفاتو ۶۰ سلنه جوړوي.
بل لور ته بیا یواځې د روان زیږدیز کال تر اوسه د امریکا یواځې ۹ تنه عسکر وژل شوي دي چې د وروستی یې لندرو جاسو وو چې د نیمروز په خاشرود کې وژل شوی وو، دغو شمیرو ته په کتو ویلی شو چې جنګ د چا دی چا راوړی دی او زیات شمیر په کې مري څوک. نور دې دواړه غاړې که وسلوال طالبان دي یا افغان دولت چې په هر مناسبه لاره کیږي سولې ته دې کیني سره ځکه دې ولس ډیرې تورې شپې ولیدې او ډیرو په کې خپل خواږه عمرونه له لاسه ورکړل. نور دې ددې زوریدلي او کړیدلي ولس لپاره سره سوله وکړي ځکه بس ده نوره په دې سیمه کې ژړا او فریاد.
د یوې دایمي او تل پاتې سولې په هیله