سپینه واوره د سپوږمۍ رڼا ته داسې ځلیده ته وا اصیل الماس چا په ځمکه شیندلي وي.

زه وم، خوندوره تیاره او د اوبو د غاړې طبیعي ښکلا چې قدرت پرې لورولې وه. هغه اوبه چې د کال ډیره برخه شنې وي او پستې  پستې څپې یې په داسې ناز اوړي لکه په نیمه شپه کې چې پیغلې او خورلڼې د سهار ستوري تر لویدو مخکې ناوې تامبو ته وباسي اود دوه دوه تاره ویښتو په اخیستو یې کوڅۍ جوړوي او دا پرې نازونه کوي.

د اوبو نه مخ اړول نه د زړګي ؤ او نه د سترګو زور. خو نن د ژمي سړو کنګل کړې وې، او د پستو شګو ساحل اوس ورته له واورې ډک پروت ؤ.خو بیا هم د سپوږمۍ رڼا او سپیڅلتیا چې د وریځو شاته به ېې پټپټونی کاوه یخ وهلې اوبه ځلولې او ورسره د ژمي دې سړې څیلې او سکوت زړه ګرماوه.

د مور د خواله هغه برخه رایاده شوه چې ویل به ېې که دزړه له تله لاس په دعا کړې هرڅه در رسیږي. موسکه شوم او پاس مې سپوږمۍ ته سترګګ وواهه. بس سوله را روانه ده.

ټکان مې وخوړ، د سپین ږیري ولسمشر د ستوني ډک ږغ مې تر غوږ شو:

یا به دې زه سیال کړمه وطن د جهان

یا به دې په پښو کې تورې خاورې کړم خپل ځان

لاسونه مې ساړه شول د کوټ جیب ته مې کړل، له غوږو سره مې په ساړه مخ غوټې غوټې، ګرمې اوښکې لمس کړې. د سپوږمۍ مخ وریځو ونیوله،  د واورې غټو غټو څپرکو زما قدمونه ورک کړي ول.

۲۵.۱۲.۲۰۱۸

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *