تاند- په وروستیو کلونو کې په اروپايي هیوادونو کې څو ځلې د مسلمانانو له لوري د موټر په وسیله پر بېګناه لارویانو تروریستي حملې وشوې چې له کبله یې د مسلمانانو په وړاندې په اروپا کې د خلکو کرکه زیاته شوه؛ خو دا ځل یوه جرمن پر مسلمانو لارویانو موټر خېژولی دی.

د جرمني د رسنیو د راپور له مخې، د نوي کال په لومړیو شېبو کې یوه سړي د دغه هیواد په بوتروپ ښار کې پر افغان او سوري لارویانو د موټر په وسیله حمله وکړه.

راپورونه وايي، دغه ۵۰ کلن سړي لومړی د یوه لاروي خوا ته موټر روان کړ خو هغه وتوانېده چې ځان وژغوري. بیا د ښار مرکزي برخې ته لاړ او پر یو شمېر لارویانو، چې په منځ کې یې افغانان او سوریه وال هم شامل وو، موټر ورروان کړ.

په دې پېښه کې لږترلږه ۴ تنه ژوبل شوي چې یو یې لا هم په روغتون کې بستر دی.

د سیمې د څارنوال دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي«تحقیق کوونکي شک لري چې دا قصدي حمله وه او ممکن له پردیو اتباعو سره د دښمنۍ په نیت شوې وي. مستنطقانو د موټرچلوونکي د ذهني او داماغي وضعیت په اړه ابتدايي معلومات ترلاسه کړي دي.»

پولیس وايي چې چلوونکی له پېښې وروسته د جرمني په ختیځ کې د ایسین ښار ته روان و چې ونیول شو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *