راپور: اسدالله نوري – مسکو
غونډه د حاجي محمد ظريف زاهد لخوا د مبارک قران د څو ايتونو په تلاوت سره پيل شوه. تر هغه وروسته د افغانستان ملي سرود وغږول شو.
د يادې غونډې مشر کوربه، ډاکټر شير حسن (حسن) مېلمنو ته له ښه راغلاست ويلو وروسته د افغان ملي غورځنګ ځوانانو نننۍ غونډه يې د سولې او د عدم تشدد پر وړاندې نېک ګام وباله او زياته يې کړه:(( هغه هيلې او اميدونه، چې سل کاله مخکې فخر افغان پاچان خان لرل نننۍ ناسته يې د ارمانونو د پوره کولو يوه برخه تشکيلوي)).
ښاغلي حسن په افغانستان کې د پښتنو په سيمو نا امني او روانې ستونزې په کلکه وغندلې او دا يې د افغانستان د راتلونکي نسل لپاره ستر ناورين وباله.
ډاکټر حسن، چې د عدم تشدد د لمانځغونډې په اړه وينا اوروله دا يې هم وويل:(( لر او بر يو افغان دی، موږ بايد د کرغېړنې (ډېورنډ) کرښۍ د لمنځه وړلو په موخه دواړو لورو ته دا په ډاګه کړو چې، د پاکستان هيڅ يو دولت به له کرښې ها غاړې او دې غاړې افغانانو ته د هوسا ژوند رامنځته کولو په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نکړي)).
نوموړي له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې د کرښې اخوا او دېخوا پښتنو ته دې د زده کړو زمينه په بشپړه توګه برابره شي، ښوونځي، ښوونيز مرکزونه او تعليمې سيسټمونه دې فعال شي.
د خلکو د دوستۍ په پوهنتون کې د افغان محصلينو مشر پښتونزي اصولي د (پاچا خان او عدم تشدد) تر نامه لاندې خپله ليکنه واوروله.
له هغه وروسته د غونډې بل مشر ښاغلی ډګروال جمعه داد خان دريځ ته را وغوښتل شو، نوموړي له ټولو ګډونوالو غوښتنه وکړه چې د فخر افغان پاچا خان د درناوي په خاطر د څو شېبو لپاره پخپلو ځايونو ودرېږي. له دمې وروسته نوموړي زياته کړه: (( فخر افغان به زموږ په زړونو کې تر ابده ژوندی وي خو د هغه تشه به بيا هيڅوک ډکه نشي کړای. ژوند ژوند ملي يوالی، ژوند ژوند افغانستان)).
جمعه داد خان د لر او بر افغانانو تر مينځ د (ډېورنډ) منحوسه کرښه د دښمن د وران کارو فعاليتونو او د محکوم او ازاد افغانستان د بېلوالي او مخالفتونو د رامنځته کولو يواز ينی لامل وبلله.
نوموړي په لر او بر ځوانانو غږ وکړ:(( د خپل بابا په څېر لاسونه سره ورکړئ، د افغانستان راتلونکی وژغورئ، د افغانانو تر منځ د اتحاد راوستل خپله فريضه وګڼئ او د عدم تشدد پر وړاندې نه ستړې کېدونکو مبارزو ته ځانونه چمتو کړئ!)).
افغانانو ته وياړ دی، چې د پاچا خان په څېر يوه لويه هستي مو په منځ کې تېره شوې او د هغه اندونه او اندېښنې تل زموږ د ژوند لار ښود دي.
تکړه فرهنګپال او شاعر، صداقت غورځنګ هم ( په پښتنو کې د نرم قدرت مشر) تر سرليک لاندې خپله ليکنه ولوسته.
ښاغلي غورځنګ په مسکو کې د افغان ملي غورځنګ په نوښت د (عدم تشدد) د نړيوالې ورځې د نمانځغونډې د مطالبو د راغونډولو تابيا کړې او که چېرې يې د محتوی په اساس د چاپ امکان لرلو نو د غورځنګ د مرکزي کميټې تر څار او کره کتنې وروسته به چاپ ته وړاندې شي.
په مسکو کې مېشت افغان انجينير جان محمد فرتاش خپلې خبرې د فخر افغان په دې وينا پيل کړې:(( جګړه نه، جرګه – جنګ نه، سوله))
ښاغلي فرتاش وويل:(( هغه افغانستان چې سل کاله مخکې پکې ستر مبارز، د عدم تشدد بنسټګر (خان عبدالغفار خان) د خپلواک او پرمختللي هېواد هيلې لرلې خو نن ورځ له بده مرغه په د غه وطن کې بې ګناه انسانان وژل کيږي، يو افغان د بل افغان پر وړاندې وسله پورته کوي، سيمې او خلک په قومونو او سمتونو وېشل کيږي او بلاخره دښمن مو له بېلا بېلو لارو استعمالوي)).
انجينير جان محمد افغان کهول زده کړو ته را وباله او زياته يې کړه:(( زموږ بريا په همدې کې ده، چې يو او بل وزغمو، د تشدد پر وړاند د خپل بابا په څېر مبارزه خپله فريضه وګڼو)).
د خلکو د دوستۍ پوهنتون له نړيوالو اړيکو څخه فارغ او د سياسي علومو ډوکټور، چې د نننۍ غونډې مشري يې هم پر غاړه لرله ډاکټر تميم اخلاص په خپلو خبرو کې د فخر افغان پاچا خان او ګاندي پر مبارزو او پرمختګونو رڼا واچوله.
ښاغلي اخلاص وويل:(( که په لومړۍ او دوهمې نړيوالو جګړو او دغه راز په نړيوالو معيارونو د سياسي علومو له نظره د عدم تشدد په اړه فکر وکړو پايلې دا ثابتوي، چې سل کاله مخکې سترو شخصيتونو ( خان عبدالغفار خان او مهاتما ګاندي) د تشدد پر ضد داسې مبارزې ترسره کړې وې، چې اوسني دولتونه د هماغو وطنپالو او ولس پالو انسانانو له مفکورو او اندونو څخه پند اخلي)).
د افغان ملي غورځنګ ستړي ملګري صفت الله ناصري د فخر افغان پاچا خان د ژوند په هکله (د نړۍ تبعه، خان عبدالغفار خان) په نوم چې کوم فلم جوړ شوی ليکنه وړاندې کړه.
په ليکنه کې د بابا په اړه، چې نړۍ ورته څومره متوجه ده خو افغانان يې په ارزښت نه پوهيږي، دغه راز نورو مهمو ټکو ته هم پکې اشاره شوې وه.
يادې غونډې ته له افغانستان او نورو هېوادونو څخه د (عدم تشدد) د نړيوالې ورځې په مناسبت پيغامونه، ليکنې او شعرونه را استول شوي ول چې، د غونډې په ترڅ کې د ملګرو له لورې ګډونوالو ته وړاندې شول.
د ګڼو فرهنګي ټولنو او ادبي خوځښتونو له لوري رالېږل شوي پيغامونه او مطالب ( د وريت پښتون د پاڼې چلوونکي اجمل سخي، شاعر نصرالله نصرت، فيصل صابر، صداقت غورځنګ او صفت الله ناصري) له خوا د غونډې ګډونوالو ته وړاندې شول.
د افغان ملي غورځنګ په نوښت په مسکو کې د (عدم تشدد) د نړيوالې ورځې په مناسبت د دغو ليکوالو، شاعرانو، فرهنګي ټولنو او ادبي خوځښتونو مطالب را استول شوي ول:
۱ – بلخ ادبي خوځښت پيغام
۲ – پښتو ادبي غورځنګ، شال کوټ پښتونخوا پيغام
۳ – د اماراتو پښتو ادبي ټولنه پيغام
۴ – د افغانستان د هنر او کلتور د ودې ټولنه پيغام
۵ – کليوال ادبي ټولنه پيغام
۶ – باز محمد عابد ليکنه
۷ – لطيف بهاند ليکنه
۸ – محمد يحی جدي – ليکنه
۹ – په روسيه کې د مېشتو افغانانو سراسري اتحاديه – پيغام
په وروستيو شېبو کې د افغان ملي غورځنګ پرېکړه ليک (اعلاميه) ګډونوالو ته وړاندې شو.
د غونډې د وياندويۍ چارې د اسدالله نورې لخوا تر سره شوې.
غونډه ماښام مهال د مسکو په وخت په شپږو ۶ بجو پيل او د ماخوستن تر نهو ۹ بجو يې دوام وموند، چې له ماښامنۍ (ډوډۍ خوړلو) وروسته پای ته ورسېده.