تاند- د نړۍ د نامتو وړاندویونکي نوسترا داموس (Nostradamus) وړاندوینې د هر کال په پیل کې په رسنیو کې بیا بیا خپرېږي او د هماغه کال لپاره د نوموړي پر پیشګویانو بحثونه کېږي.
د داموس پر وړاندوینو معتقدان وايي چې ده د لندن د ۱۶۶۶ د ستر اور او واک ته د ادولف هیتلر د رسېدو وړاندوینې کړې وې.
خو د ده منتقدان وايي چې وړاندوینې یې ډېرې ګونکې دي او هر څوک یې له خپل ذهنیت سره سمې تعبیروي.
د بریتانیا ایکسپریس ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ / د میلادي کال په لومړۍ ورځ د ۲۰۱۹ م کال په اړه د دغه فرانسوي وړاندویونکي او منجم د وړاندوینو په اړه له څو تنو مطرح ارواپوهانو سره خبرې کړي دي.
نوسترداموس د ۲۰۱۹ م کال لپاره څه وړاندوینه کړې ده؟ د دې پوښتنې په ځواب کې د نفسیاتو یوه متخصص وویل، د ده په باور ۲۰۱۹ کال به د امریکا، بریتانیا او نورې نړۍ لپاره خورا کړکېچن کال وي.
میشل دو نوسترداموس د ۱۵۰۳ م کال په دسمبر کې په فرانسه کې زېږېدلی او د ۱۵۶۶ په جولای کې مړ شوی دی. ویل کېږي چې ده د نړۍ د ډېرو جګړو او سترو پېښو وړاندوینه کړې ده او اکثره وړاندوینې یې حقیقت ثابتې شوې دي.
میشل نستر داموس د نړۍ تر ټولو مشهور او د درناوي وړ صوفي دی چې ډېر خلک یې وړاندوینې دقیقې ګڼي. خو د ده په وړاندوینو کې د کومې دقیقې نېټې یادونه نه ده شوې او نه په کلکه وايي چې دا یا هغه کار به دقیقاً په پلانۍ نېټه کېږي. همداراز د ده ډېرې وړاندوینې تراوسه پورې عملي شوي نه دي. خو د ده پر وړاندوینو باورمن کسان وايي چې په راتلونکې وخت کې به رښتیا شي.
اوس چې کال نوی شوی د داموس د وړاندوینو ډېر لېوال غواړي وپوهېږي چې د شپاړسمې پېړۍ دې ستر وړاندویونکې د دې کال لپاره څه پیش بیني کړي دي.
بریتانیايي ارواپوه کریج هملټن پارکر، چې د (Psychics.co.uk) ویبپاڼې چلوونکی هم دی، باور لري چې نوستر داموس د امریکا د ولسمشر ډانلډ ترمپ لپاره خونړی کال اټکل کړی دی.
د دغه ارواپوه په وینا، داموس پر ولسمشر ټرمپ د قاتلانه حملې، په منځني ختیځ کې د جګړې او د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ ترمنځ له روسیې سره د امریکا د اړیکو د ښه کېدو وړاندوینه کړې ده.
ښاغلي هملټن ایکسپریس ورځپاڼې ته ویلي«احساس کوم چې ټرمپ به د ولسمشرۍ دوهمه دوره ولري خو نوستر داموس وړاندوینه کړې چې پر ده به د ولسمشرۍ په دوهمه دوره کې د حملې هڅه وشي.»
ده همدارازی وویل چې ټرمپ به د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یو ډول معامله یا تړون وکړي.