واکسین

تاند- د فراه ولایت چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د ماشومانو د واکسیناسیون په کمپاین کې مرسته کړې ده.

تر دې مخکې د فراه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین مخه نیول شوې وه.

خو د فراه چارواکي وايي چې اوس یې د طالبانو په همکارۍ په هغو ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین پیل کړی چې تر دې وړاندې هلته واکسینران نه پرېښودل کېدل.

د فراه د پُشت رود ولسوال غوث الدین نورزی وايي، د قومي مشرانو او سپین ږیرو په منځګړتوب د طالبانو ملاتړ ترلاسه شو چې په دې ولسوالي کې ماشومانو ته د ګوزڼ پرضد واکسین ورکړل شي.

ده وویل چې طالبان له واکسینرانو سره کومک کوي او واکسینران په ډاډه زړه کلیو ته ځي.

د فراه د مدني ټولنو غړیو او عامو خلکو د طالبانو له لوري له واکسینرانو سره د ملاتړ هرکلی کړی دی.

سره له دې چې طالبان په فراه کې له واکسیناسیون سره همکارۍ ته چمتو شوي خو لا هم په ځینو سیمو کې یو شمېر طالب قوماندانان د واکسیناسیون مخه نیسي. اروزګان یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان واکسینران نه پرېږدي چې کور په کور وګرځي او ماشومان واکسین کړي.

افغانستان لا هم د نړۍ یوازینی هیواد دی چې د ماشومانو ګوزڼ پکې له منځه نه دی تللی.

سږ کال د تېرو کلونو په پرتله د ګوزڼ د ډېرو پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *