تاند – د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد نن /چهارشنبه/ د احتمالي اوربند لپاره پر تیاریو خبرې وکړې.

باور کېږي چې له طالبانو سره د سولې تر خبرو مخکې به د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په نتیجه کې پر څو میاشتني اوربند سلا وشي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د هیواد دوو جګپوړو امنیتي چارواکو د احتمالي اوربند ترڅنګ د بېلابېلو مسلو په تېره بیا د هیواد د ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او همداراز د هوايي ځواک د ظرفیتونو د زیاتېدا پر لارو چارو خبرې وکړې.

د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې له امنیتي ځواکونو څخه غوښتل شوي چې د دښمن د تعقیب او ځپلو لپاره په پوره همږغۍ او همکارۍ عملیاتو ته دوام ورکړي څو هغوی د افغانانو حقه غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړي.

په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د کومانډو ځواکونو د عملیاتو په لړ کې د سلګونو طالبانو او د هغوی د قوماندانانو د وژل کېدو راپورونه ورکړای شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *