تاند- د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ هغې برخې ته ستوربېړۍ یا سفینه ورسېده چې تراوسه له انسانانو پټه پاتې وه.
چینايي رسنیو نن /پنجشنبه/ وویل چې ستوربېړۍ یې بې له کومې ستونزې د سپوږمۍ پر پټې برخې کښېناسته.
چینايي ستوربېړۍ به، چې چانګ اي-۴ نومېږي، د سپوږمۍ د دې برخې جیولوجیکي وضعیت وڅېړي.
دا لومړی ځل دی چې د سپوږمۍ دې پټې برخې ته یوه وسیله استول کېږي.
د سپوږمۍ دا برخه موږ له مځکې نه شو لیدلی.
دا لومړنۍ سپوږمکۍ ده چې د سپوږمۍ په دې برخه کې تحقیق ته استول کېږي.
دا برخه د سپوږمۍ پټه خوا بلل کېږي.
په ۱۹۶۸ م کال د اپولو ستوربېړۍ اسمانمزلو (فضانوردانو) د سپوږمۍ پټه خوا ولیدله خو د لومړي ځل لپاره د سپوږمۍ د دې برخې عکس د پخواني شوروي اتحاد لونا ۳ ستوربېړۍ واخیست.
د سپوږمۍ د پټې خوا د لیدو لپاره د سپوږمکۍ استول
تر دې وړاندې چین د سپوږمۍ د دې برخې د لیدلو لپاره د یوې سپوږمکۍ د لېږلو اعلان کړی و. دا سپوږمکۍ به د سیګنالونو په وسیله خپل معلومات مځکې ته رالېږي.
چینايي سپوږمکۍ د مځکې د مدار په ۴ لکه ۸۰ زره کیلو مترۍ کې ځای پر ځای شوه.
چینايي سپوږمکۍ کوپیکیاو نومېږي چې له یوې چینايي افسانې سره تړاو لري.
افسانه داسې ده چې کارغان د قمري کال د اوومې میاشتې په اوومه شپه پر خپلو وزرو یو پُل جوړوي چې د جنت اوومه الهه یعني ژینو خپل خاوند، چې د اسمانلارې د کهکشان په خاطر ورڅخه بېل شوی، وویني.