تاند- د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د جمعې په ورځ په انقره کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره له کتنې وروسته په یوه خبري غونډه کې وویل چې ژر به د افغانستان، پاکستان او ترکیې درې اړخیزه غونډه په استانبول کې جوړه شي.
د ترکیې د ټي آر ټي تلویزیون د راپور له مخې، اردوغان له عمران خان سره په ګډه خبري غونډه کې وویل چې د درو هیوادونو غونډه به د ترکیې له سیمه ییزو انتخاباتو وروسته د مارچ په ۳۱ مه (د ۱۳۹۸ د حمل ۱۱) په استانبول ښار کې جوړه شي.
د ترکیې ولسمشر د پاکستان له لوري د فتح الله ګولن د ډلې د تروریستي اعلانولو مننه وکړه.
ګولن هغه کس دی چې ترکیه وايي د دغه هیواد د حکومت پر ضد یې د کودتا هڅه کوله.
د ترکیې ولسمشر د عمران خان په غوښتنه له خپلو پانګوالو وغوښتل چې په پاکستان کې پانګونه وکړي.
له سعودي عربستان او چین وروسته ترکیه درېم هیواد دی چې عمران خان له صدراعظم کېدو وروسته ورځي.
ټاکل شوې ده چې نوموړی امریکا ته هم لاړ شي.
عمران خان د ترکیې د سفر په لړ کې هیله څرګنده کړه چې د استانبول درې اړخیزه غونډه د افغانستان له سولې سره مرسته وکړي.