تاند- د پاکستان صدراعظم عمران خان د دې لپاره چې متحده عربي اماراتو ته یې خپل اخلاص ښکاره کړی وي، د دغه هیواد ولیعهد ته په بې ساري ډول هرکلی ووایه.

د اسلام اباد هوايي ډګر ته د متحده عربي اماراتو د ولیعهد محمد بن زید النهیان له رسېدو سره سم عمران خان په داسې حال کې د هغه د هرکلي لپاره مخې ته ورغی چې موټر یې په خپله چلاوه.

کله چې عمران خان د متحده عربي اماراتو ولیعهد له ځان سره په موټر کې سپور کړ موټرچلوونکي او ګاردانو له شا پسې منډې وهلې.

د متحده عربي اماراتو د ولیعهد د هرکلي لپاره د توپ ۲۱ ګولۍ هم وویشتل شوې.

عمران خان له دې سره سره د اماراتي ولعهد په دې ډول تود هرکلی وکړ چې د اماراتو امیر، ولعهد یا صدراعظم په خپل هیواد کې د عمران خان په شمول د پاکستان د مشرانو د هرکلي لپاره هوايي ډګر ته نه ځي.

یو شمېر پاکستانیان وايي چې عرب مشران په دا ډول هرکلیو خوشالېږي او له پاکستان سره مرستې کوي.

ځینې پاکستاني رسنۍ وايي چې ممکن متحده عربي امارات له پاکستان سره د ۱۲ ملیارد ډالره پور ژمنه وکړي.

د پاکستان حکومت وايي چې متحده عربي اماراتو د ۶ ملیون ډالرو پر یوه پکېج ورسره سلا کړې ده.

د پاکستان لپاره د عربي هیوادونو پور له دې کبله زیات مهم دی چې دا هیوادونه په اسانه شرایطو او لږ سود پور ورکوي.

تر دې وړاندې سعودي عربستان او چین هم پاکستان ته څو ملیارد ډالره پور ورکړی چې له کبله یې د پاکستان دولت له دېوالیه کېدو ژغورل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *