د ګوګل په محافظتي پالیسۍ کې تغیر راغلی، ګوګل له پخوانۍ محافظتي پالیسۍ سره مخه ښه وکړه، اوس د پخوا سره په پوره توپیر د فیسبوک په څېر د ګوګل کاروونکو انځورونه، نومونه، لیکنې، او تبصرې به پر ګوګل د سوداګریزو خبرتیاوو په څېر څرګندېږي، د نومبر له یولسمې چې کله ګوګل خپل نوي مقررات او پالیسي وړاندي کړي ټول (ویډو، او نور) به پر ګوګل او یوټیوب باندي داسي راښکاره سي چې ټول به یې ویني، دبیلګي په توګه که تاسو د (۱ یا likeخوښولو) بټن وهئ، نو ستاسو دا کړنه به ټولو ته ستاسو د انځور په ملتیا څرګنده وي او ټول به یې وینې چې تاسو اړوند ویډیو او یاهم بل څه چې پر ګوګل خپاره سوي وي خوښ کړي.
ستاسو یادې خوښونې او نورې اړوند کړنې به پر ملیونونو نورو انټرنیټي پاڼو او د ګوګل د خبرتیاوو پر شبکو چې د ګوګل سره اړوندي وي هم راڅرګندي سي، ګوګل خپلو مینوالو ته دا واک هم ورکړی چې خپلې یادې کړني کنترول کړي، یعني که ونه غواړي کړنه یې پر ګوګل او اړوند سایټونو خپره سي، نو کولای سې د بندولو ( off ) له تڼۍ کار واخلئ، خو دا کار هم په بشپړه توګه د ګوګل د ټولو سایټونو تضمین نه کوي، یعني کېدای سي پر ځینو پاڼو ستاسو د خوښونې اونورې اړوند کړنې ستاسو له انځور سره یو ځای راڅرګندي سي.
د ګوګل پر خبرپاڼه ویل سوي چې له اتلس کالو د کښته وګړو خوښونې او یاهم اړوند نورې کړنې تر دې معیار لاندي نه راځي، دهغوی خوښوني او اړوند کړنې نه پر ګوګل او نه هم د ګوګل اړوند پاڼو باندې خپرېږي.
که غواړئ ستاسو د خوښولو او یا هم اړوند کړنې څه خپاره نه سي کولای سې د همدې کار په نه ترسره کولو کې مو کړنه پر ګوګل او اړوند سایټونو خپره نه سي.
ګوګل خپل بهیر ته د فیس بوک په څېر توپیر ورکوي، فیس بوک هم د اګسټ په میاشت کې په خپله محافظتي پالیسۍ کې تغیر راویست، هلته یادې کړنې د (sponsored Stories) مربوطه موضوعاتو په نوم یادېږي، خو دا په اصل کې د مشورې په څېر پر فیس بوک شتون لري، د خوښونې کړنه ستاسو د مګلري پر فیس بوک پاڼه هم لیدل کېدای سي.
دواړې کمپنۍ یاد تغیرات د خپلو مینوالو په ګټه بولي، نو ځکه ګوګل هم په خپلې محافظتي پالیسۍ کې تغیر راویستلی، په دې اړوند رویټرز ته د انلاین پالیسۍ مشر مارک روتین برګ وویل چې دا یوه لویه محافظتي ستونزه ده. هغه د متحده ایالاتو د سوداګرۍ له کمیسیونه وغوښتل چې په اړه یې پلټنه وکړي چې یاده پالیسي خو به د ۲۰۱۱ ز کال له موافقې سره په ټکر کي نه وي.
د ګوګل پر (پروفایل) پاڼه یاد خبر له خورا ستختو نیوکو سره مخ سوی، د ګوګل کاروونکو اندېښنه او مایوسي ښوولې، ځینو خو یې بیخي ویلي وو چې خپل انځورنه به له ګوګل څخه لري کړي او یا به یې هم تغیر کړي