تاند- په بدخشان ولایت کې نن /یکشنبه/ سهار لږترلږه ۳۰ تنه هغه مهال مړه شول چې د سروزرو په لټه کې یې یو کان کینده.

راپورونه وايي چې د بدخشان په کوهستان ولسوالي کې کلیوالو د سین په منځ کې د سروزرو د موندلو لپاره کیندنې کولې چې مځکه وښوییده او دوی یې لاندې کړل.

د بدخشان د والي ویندوی وايي چې کارګرو د سین په تل کې ژوره کنده کیندلې وه چې سېل پرې راغی خو په ولسي جرګه کې د دې ولایت یو استازی محمد زکریا وايي چې پر کارګرو څنګلوری غر وښوییده او هغوی یې لاندې کړل.

راپورونه وايي چې په دې پېښه کې لږترلږه ۶ تنه ژوبل شوي هم دي.

په ځینو راپورونو کې د ټپیانو شمېر ۱۵ تنه ښودل شوی دی.

په همدې حال کې په ولسي جرګې کې د بدخشان یوې استازې فوزیې کوفي سي این این تلویزیون ته ویلي چې په دې پېښه کې ۴۰ تنه مړه شوي دي.

چارواکي وايي چې ممکن د تلفاتو شمېر تر دې ډېر وي.

محمد زکریا وايي چې کلیوالو په غیرقانوني ډول کیندنې کولې او د خپل کار مالیه یې وسله والو طالبانو ته ورکوله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *