پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون له مخې ټول حکمي او حقیقي اشخاص د مالیاتو په ورکړې مکلف دي. مالیې وزارت د دې قانون سره سم له ټولو هغو حکمي او حقیقي اشخاصو څخه چې په افغانستان کې فعالیت کوي انتفاعي مالیه او پر عایداتو باندې مالیات اخلي.

انتفاعي مالیه له هغو مالیاتو څخه ده، چې د نا خالصو عوایدو له سر جمع (پلور) د هر ډول کسراتو له وضع کیدو څخه وړاندې پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون د ۶۶ مادې د مندرج نورم سره سم لاس ته راځي.

پر عایداتو باندې مالیات په کسب او سوداګرۍ کې د ثابتې شتمنۍ د پلور او تبادلې څخه ګټې ته ویل کیږي.

په دې اساس پر عایداتو باندې د مالیاتو قانون عام دی او هیڅ حکمي او حقیقي شخص د دې قانون د مندرجو احکامو سره سم مستثنی نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *