تاند- د پیښتو ادب پر مینه والو په تیره بیا د داستاني ادب پر لوستونکو زیری کوو چې استاد شپون نوی ناول لیکلی دی.

استاد شپون تاند ته وویل، دا ناول یې (بای ذنب قتلت) نومیږي. خو استاد دا هم وایي چې ښایي نوم یې وروسته بدل کړي. نه پوهیږو چې څرنګه دغه عربي نوم استاد شپون خپل ناول ته غوره کړی دی. د ده د مخنکنیو نالونو «شین ټاغی»، «ګټیالی» او د «سمڅې یاران» نومونه پښتو وو. «ښایستو» او «د بنګي غاړه» نومونه یې هم عربي نه وو. خو دغه عربي نوم د ناول له محتوا سره سم غوره شوی دی.

 په ناول کې هم د استاد په وینا خبره د قتل ده او یو پولیسي ناول دی.

په پیښتو کې ناولونه ډیر لږ لرو او پولیسي ناولونه خو مو بیا خورا لږ خپاره شوي دي.

د هنري اړخ مساله یې بیله ده چې څه نیمګړتیاوې لري، خو د استاد شپون صاحب دغه نوی اثر به بې له شکه د استاد د تیرو لیکنو په څیر له تخنیکي اړخه ښه داستان وي او نثر خو یې هسې هم د شپون دی چې ځانګړی سبک لري.

مخکې تر دې چې دا کتاب خپور شي تاند د دې اثر مبارکي تاسو ته درکوي او په دې هیله چې استاد شپون ژر تر ژره (باي ذنب قتلت) ناول چاپ ته وسپاري.

4 thoughts on “د استاد شپون نوی ناول”
  1. وردګ-سيداباد
    د استاد شپون د ناول مبارکي ټولو ناول لیکوالو او ناول لوستوالو ته وايم، ځکه ناول ليکونکي به ډير څه ترې زده کړي او ناول لوستونکي به ډير خوندونه ترې واخلي. ما چې کله د ناول نوم ولید، فکر مې وکړ چې تاند به يې په ليکلو کې غلط شوی وي، خو وروسته پوه شوم چــــې داسې نه ده
    کيدای شي چې د ناول نوم ډيرو ته خوند ور نه کړي، خو انشاءالله د ناول له لوستلو وروسته به د استاد د دې ناول نوم خوند پيدا کړي. په دې هيله چې ژر چاپ شي او له تاند غوښتنه کوو، چې د استاد دا ناول حتماً په تاند کې خپور کړي، د ژر چاپ په هيله.
    اکــــــــــــســـــــــــيــــــــــــــــــــــــــر
    تليفون نمبر: 0770129154
    ايميل: [email protected]

  2. ګرانو دوستانو سلامونه، حیران وم چه شپون چېرې دئ، ښه وشو چه خبر شوم، خو دا چه ښایسته خبر ندئ، نو چاره نشته. یو څه پاسه یوه نیمه میاشت مخ کې یې ما ته ده نه تلفون راغئ او ویې ویل چه دغه ثانیه مې کتاب خلاص ولیکه او تا ته مې تلفون درکړ چه هغه داستان باندې مې ریاتې نورې څېړنې کړي وو چه دلته مې ټول لیکلي دي. د ده دا کتاب ډېر د لوستلو وړ دئ ، ځکه چه د مرحوم منهاج الدین ګییځ د قتل مساله چه بې حده مغلقه مساله پاتې شوه او ما هم د خپل اورېدل شوي معلومات چه صبغت الله مجددی را ته ویلي وو، ده ته مې کیسه کړې وه چه ګوندې هغه به یې هم پکشې وي. که ده هېره کړې وي، نو وروسته به په تبصره کې یې ولیکم. هیله مې دا ده چه دئ جوړ بېرته کور ته لاړ شي، رښتیا دا هم بایدي ووایم چه ګییځ صاحب د شپون مشر ورور دئ.
    ګلونه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *