تاند- له کونړ څخه د ځینو راپورونو له مخې، د دغه ولایت په څو سولسوالیو کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې روانې دي.
د کونړ چارواکي او د ولایتي شورا ځینې غړي وايي چې د داعش او طالبانو ترمنځ له څو ورځو راهیسې د دې ولایت په څو سیمو کې جګړې روانې دي او حکومتي ځواکونه د دواړو ښېکلو خواوو په جګړه کې مداخله نه کوي.
د کونړ د والي ویندوی عبدالغني مصمم وویل چې د داعش او طالبانو ترمنځ د جګړو له کبله له پېچ درې ولسوالۍ سره ټېلفوني اړیکې پرې شوي دي.
مصمم تایید کړه چې په درو ولسوالیو کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ نښتې روانې دي خو د مرګ ژوبلو د جزییاتو په اړه یې معلومات نه لري.
د کونړ د ولایتي شورا مرستیال عبداللطیف فضلي رسنیو ته وویل، چې د داعش او طالبانو ترمنځ څلور ورځې پخوا په نورګل، پېچ دره او څوکۍ ولسوالیو کې جګړه ونښته چې لا هم دوام لري.
د فضلي په وینا داعشیانو یو شمېر ماشومان تښتولي چې د انتحاري حملو لپاره یې مازغه ومینځي.
د کونړ د ولایتي شورا غړي وايي چې په دې جګړو کې د داعش لږترلږه ۲۵۰ تنه جګړه مار برخه لري.
تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په دې انتقاد وکړ چې افغان او امریکايي ځواکونه عموماً د طالبانو او داعشیانو ترمنځ په جګړو کې مداخله کوي او هغوی نه پرېږدي چې په خپل منځ کې حساب تصفیه کړي.
کونړاکثره ولس د تکفیر په بنګو داسې مست دی لکه د هغه ځای سین په اوبو. یو فرق یې دادی چې د کونړ سین مستي ژوند لپاره ده خو د تکفیري ولس مستي د مرګ په مینه… سپینې و تورې پلیتې کتې پرې بل چا اچولي خو په خټه یې فرق نشته