د خوست د تاریخي سیمې هڅاندو فرهنګ پالو، درنو مشرانو او خویندو اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته !

دافغانستان دهنر او کلتور د ودې ټولنې غړي ستاسې هڅې، کلک یوالی او فرهنګي هوډ ،چې د افغاني اصیل کلتور لپاره ېې ترسره کوئ ستایي او په دې لاره کې تاسو ښاغلواو اغلو ته د زړه له تله نور هم بريالیتوب غواړي.

درنوخوست مېشتومېلمه پالو!

کله چې یوه ژبه او دهغې ادبیات د تحول په پړاو ودريږي او ضرورت محسوس شي چې نوي څه ژبې ته را دننه شي نو ددې کار اړتیا پیدا شي چې دهغې ژبې ویونکي او لیکونکي دخپلو نويو لیکنو او کتابونو ترڅنګ ژباړې ته مخه کړي، ژباړه ديوې ژبې د غني کولو تر ټولو ښه لاره ده . له بده مرغه چې په افغانستان کې دولت ددې کار له پاره کوم لازم اقدامات نه دي کړي، په داسې حال کې چې په نورو هیوادونو کې د دولت له لورې د ژباړو دپاره ځانګړي مرکزونه جوړيږي، له ښه مرغه د یو شمیر نورو خپرندویه ټولنو ترڅنګ (دپښتوکاروان د ژباړې مرکز) هم دا کمی محسوس کړی او لګیا دی د خپلې خوږې ژبې له پاره زیار کاږي، دافغانستان دهنر او کلتور د ودې ټولنه ، ددې کتابونو د مخکتنې مبارکي ورکوي او دعا کوي چې (پښتوکاروان د ژباړې) مرکزدې تل په خپلو هڅو کې بریالی وي.

په پای کې د ياد مرکز مشر ډاکتر سردار خان خوستی،د خوست ميلمه پال او مفکر ولس او ټولو افغانانو ته د زړه له تله مبارکي وايي او لوی رب ج ته لاسونه لپه کوي،چې د ډاکتر صیب سردار خان خوستي په شان نورې فکري هڅاندې څېرې هم پيدا شي او دا په تيارو کې پروت افغان ولس د ژوند له تاريکيو رابهر کړي او د پوهې او قلم په مشالونو يې سمبال کړي.

په همدې هيله

دافغانستان دهنر او کلتور د ودې ټولنې اداره

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *