تاند- د هندوستان حکومت بزګران هڅولي دي چې له وحشي فیلانو څخه د خپلو کروندو د ساتلو لپاره په هغو ځایونو کې یو څه مرچ وکري چې فیلان ورباندې راتېرېږي او ځانونه کروندو ته رسوي.
د انډین ایکسپرس ورځپاڼې له رپورټ سره سم، په هند کې د دولس سوه میلیونه بنیادمانو او یوویشت زره وحشی هاتیانو تر منځ کشمکش مخ په زیاتېدو دی چې په نتیجه کې یې هر کال د وحشي هاتیانو له لاسه څلور سوه کسان وژل کېږي او کابو پنځه میلیونه جریبه زراعتي ځمکې ته صدمه رسېږي. دغه راز هر کال ګڼ شمېر وحشي فیلان کروندو ته د داخلېدو په وجه د بزګرانو په لومو کې نښلي او مري.
د هند د چاپېریال ساتنې او ځنګلونو وزارت اوس وایي د بنیادمانو، کروندو او وحشي فیلانو د خوندیتوب لپاره یوه دغه لار په نظر ورغلې ده چې کرونده ګر یو څه مرچ وکري ځکه مرچ به د دې سبب شي چې هاتیان کروندو ته ورنه شي. د هند د چاپیریال ساتنې او ځنګلونو وزارت ته د مرچو وړاندیز په هغه کنفرانس کې شوی دی چې د بنیادم او فیل د کشمکش د کمېدو لپاره د نویو نظریو د موندلو په غرض جوړ شوی و. د ماهرانو په نظر د افریقا په نامیبیا کې چې کلیوالو په څپیاکو کې یو څه مرچ ودوړول نو فیلان بیا هغې خوا ته ورنه غلل. دغه راز په ځینو ځایونو کې چې وچو مرچو ته اور اچول شوی او تریخ لوګی یې لټېدلی دی، هغې خوا ته فیلان نه دي ورغلي. دغه تجربې ښیي چې هاتیان له مرچو بد وړي او د مرچو بوټي کولای شي چې فیلان له کروندو څخه منع کړي.
په هند کې چې نفوس مخ په زیاتېدو دی، د وحشي فیلانو څړځایونه ورو ورو بنیادمانو لاندې کړي دي. د څړځایونو کمېدا وږي هاتیان دې ته هڅوي چې په کروندو باندې وبلوسي او ویجاړې یې کړي.