دلته د امریکا، چین او پاکستان د ګډ منافقت او افغانستان دوښمنۍ یو داسې سند، د بي بي سي راډیو د یوه ګزارش له مخې در سره شریکوو چې خپله د امریکا د متحده ایالاتو د بهرني وزارت له خوا میدان ته را ایستل شوی دی؛ بي بي سي وایي:
«د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له لوري په افشا شوو هغو یادښتونو کې چې ۳۰- کاله وړاندې لیکل شوي، ویل شوي: امریکا ۳۴- کاله وړاندې، د پاکستان په هغو هلوځلو خبره وه چې د اټومي وسلو لپاره یې کولې.
دغه یادښتونه چې امریکا یې ۳۰- کاله وروسته د خپلو وګړو لپاره افشا کوي، پکې ویل شوي: هغه وخت د امریکا لپاره مهم، د شوروي اتحاد له کابله وتل وو او ځکه نو د پاکستان پر دې هلوځلو غلې پاته شوه.
په دې یادښتونو کې لیکل شوي، د پاکستان د هغه وخت پوځې دیکتاتور –ضیاؤالحق- او د چین مرستیال صدر اعظم –ډینګ شاوپینګ- پر دې بریالي شول چې له امریکا یې د شوروي اتحاد- ضد جګړه کې دا ګټه واخیسته، ځکه چې پاکستان یې نژدې ملګری وو.
په دغو افشا شوو یادښتونو کې راغلي، پر دې سربېره چې امریکا د پاکستان پر اټومي وسلو غلې پاته شوه، د چین مرستیال صدراعظم امریکا په دې قانع کړه چې له پاکستان سره مالي او پوځي مرستې هم وکړي.
پاکستان چې تل یې ادعا کړې، په افغان جګړه کې یې ډېرې قربانۍ ور کړي او بیا- بیا وایي چې لکونه افغان کډوال یې تر کلونو کلونو ځای کړي، خو د پاکستان په سنا کې، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سناتور –عثمان کاکړ- بیا د دې برعکس وایي چې پاکستان د امریکا ملګری نه، چې په خبره یې، تل یې د پښتنو افغانانو پر سر له امریکا او نورې نړۍ ګټې تر لاسه کړي دي:
(دا دوی چې وایي چې پاکستان ډېر لوی تاوان وړی دی؛ پاکستان ډېرې لویې ګټې تر لاسه کړي دي؛ د امریکې د تالۍ څټي په توګه، د کرایي سپاهي په توګه، په افغانستان کې ۴۰ کلن جنګ چې نن هم روان دی، د دې په نتیجه کې پاکستان ته د اربونو- اربونو ډالرو مرستې، که هغه پوځي دي، که هغه اقتصادي دي، ډېر لوی کومکونه له امریکې، غرب او یورپ څخه تر لاسه کړي دي.)
د سناتور عثمان کاکړ په خبره، د پاکستان په سنا کې یې واکمنو ته تل ویلي چې له هر هیواد سره دې ملګري د پیسو یا ګټې لپاره نه، بلکې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره وکړي تر څو د ده په خبره، هم ځان، هم ګاوند له ترهګرۍ وژغوري.»
ښایي آن زموږ عام وطنوال هم ووایي چې دا خو چندانې افشاګرې نه ده! او دا خو شناخته خبرې دي! په حقیقت خو ډېر پخوا لا د ټولې دنیا سر خلاص شوی دی چې د افغان- شوروي جنګ په باب، د مرحوم پاچاخان دا خبره رشتیا وه چې دا د کفر و اسلام تر منځ جهاد نه، بلکې د روس او امریکې تر منځ جنګ دی او کمعقلان دې یې په دې منځ کې افغانستان نه تبا کوي، مګر هغه وخت چې د لویدیځ د زورورو تبلیغاتو تر اغېز لاندې، د ځینو ساده افغانانو عقل ړوند و کوڼ شوی او د ړانده مذهبي جنون تر مرګوني اغېز لاندې یې، د امریکا لپاره د شوروي اتحاد ماتولو، په خپلو وینو د پاکستان لپاره د اټومي ځواک برابرولو او د خپل افغانستان د یومخیزې بربادۍ جهاد ته اوږه ور کړه؛ دوی د خپلو احساساتو په جهنمي لمبو کې په ځان و افغانستان داسې اور پورې کړ چې په مادي و مانیز لحاظ یې دوو نغریو ته کښېنولو او زموږ جانان افغانستان لاهم د جهاد په نوم، د جنګ ایشېدونکی دوږخ دی.
هوکې! ټیک همدغه ټکی دی چې زموږ ګران افغانستان لاهم د جنګ جهنم دی او لاهم، هماغسې، له هماغه مبارک دین څخه په ډېره سوء استفاده، پاکستان د خپلو ناانساني ګټو لپاره، دا ترهګریزه جګړه مدیریت کوي، خو دا وار دا خونړۍ لوبه سرچپه روانه ده؛ دا وار د روس، چین او ایران په مرسته، د پاکستان پر لاس، د امریکا پر ضد دغه جهنمي جنګ ته دوام ور کول کیږي! او لاهم زموږ یو شمېر ساده افغانان ور سره مني چې دا د خدای تعالی او د خدای تعالی د دین د فاع لپاره جهاد دی؛ دوی دا هم نه مني چې پرونی جهاد هم د امریکا او پاکستان، ایران و چین او نورې کفري نړۍ د ګټو جنګ وو چې په نتیجه کې یې افغانستان په ایرو و کنډوالو بدل شو.
سل حیفه! او زر افسوسه! چې زموږ ځینې معامله ګر مشران اوس هم، د ځینو مناسبتو په ترڅ کې، له پاکستانه مننه کوي چې ګواکې موږ ته یې د سپېڅلو انصارو په صفت، په خپل کور کې ځای راکړ؛ خپله ګوله یې راسره شریکه کړه او جهاد یې راسره کامیاب کړ! تر دې نو د لوی شرم او بېچارګۍ بل لوی پېټی سړی څنګه پر اوږو بارولای شي!
پر همدې اساس، موږ د دغې افشاګرۍ په صورت کې، خپل پر تېروتلو افغانانو باندې ږغ کوو چې نور نو بس ده! که سادګې وه، هم بس ده! که حماقت و جهالت وو، هم بس دی! که د اسلام په نوم، د یوه کفري ابر قدرت په ګټه، د بل کفري زبر ځواک را پرځول ول، هم بس دي! که خپل وطن له بېخ وبنیاده راکښل ول، هم بس دي! او که د افغان ولس، د نر و ښځې او لوی و کوشني، کبابول، سلاخي کول، بې عزته کول او په شرمو شرمول ول، هم بس دي!
موږ به کله پوهېږو؟ او لابه د څومره دقیقو اسنادو افشا کولو ته انتظار باسو چې سر مو را خلاص کړي چې زموږ جنګ د خدای تعالی په لار کې د دین د دفاع لپاره نه وو! نه دی! بلکې دا د یوه نړیوال پوځي ځواک د راپورته کولو لپاره، د بل وهل او پر ګونډو کول دي! او نور نو دا د زمانې تر ګردو لوی حماقت دی چې په خپل کور کې، د پردیو د منافعو ناروا جنګ ته، د جهاد په نوم دوام ور کوو، ځکه خرابې، مړي و زخمیان، مات و ګوډ او بله هره نادوده و بدنامې یې زموږ او هره مزه و چړچه یې د نورو ده!
راځئ ټول د لوی بادار دربار ته لاسونه پورته کړو او د مرحوم غني خان دا دعا په ګډه سره راغبرګه کړو:
اې خدایه عقل را
اې خدایه پویه را
زړګی مضبوط راکړه
او سینه لویه را
” د بدلون اونیزِِي سرلیکنه”