تاند- تېره اونۍ د چین سترې محکمې خبرداری ورکړ چې که هر څوک د انټرنیټ له لارې د یو چا د نوم د بدولو دروغي اوازه خپره کړي او دا اوازه تر پنځه زره ډېر کسان ووینی او یا تر پنځه سوه ځله زیاته پوست شي، نو د اوازې خپروونکی تر درې کلونو پورې بندی کېدلای شي.

 د چین د سترې محکمې ویاند سون جنګونګ رسنیو ته ویلي دی چې : ټولنه په ټینګه غواړي چې هغو کسانو ته دې سزا ورکړای شي چې په انټرنیټ کې د دروغي اوازو له لارې د خلکو نوم بدوي.

 د سون جنګونګ په قول، په دنیا کې هیڅ ملک دا سمه نه ګڼي چې د بیان د ازادۍ په نوم دې دروغ ویلو او نوم بدولو ته اجازه ورکړه شي.

د ټلګراف ورځپاڼې له رپورټ سره سم د چین د سترې محکمې د دغه حکم ډېره غندنه شوې ده. د چین د سترې محکمې د دې نوي قانون مخالفان وایي چې دغه اقدام به د خلکو په نظرونو باندې او د معلوماتو په خپرولو باندې د حکومت کنټرول نور هم زیات کړي او د انټرنیټ ساحه به چې د نورې دودیزې میډیا په نسبت ډېره ازاده ده، له بې ځایه بندیزونو او سانسورونو سره مخامخ شي.

 په چین کې د بشري حقونو فعال ژو زي وایي چې زه اوس وېرېږم چې که هره خبره وکړم نو ممکن ونیول شم. نور به نو موږ ټول کمې خبرې کوو او په ډېر احتیاط به چلېږو.

 البته، د دغه قانون لومړنی قرباني نه د بشري حقونو کوم فعال دی او نه کوم لیکوال او ژورنالیست، بلکې یو شپاړلس کلن هلک دی چې د پولیسو په تحقیقاتو یې شک څرګند کړی و. په انټرنیټ کې  د دغه هلک څرګندونو پولیس په قهر کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *