داسې ایسي لکه امریکا چې په رښتینې توګه په افغانستان کې د سولې راوستو لپاره لستوڼي رابډ وهلي وي، ځکه د دغې پروسې د ډاینامیزم لپاره یې د زلمي خلیلزاد ټاکنه، چې د افغانستان او سیمې له ټولنیز- اروایي خصلت سره آشنایې یې مشهوره ده، هیله بخښونکې ښکاري؛ بل دلیل یې دا کېدای شي چې دغه ستر ځواک د طالب اړخ هغې همېشنۍ غوښتنې ته هم نرمښت ښوولی چې دوی له افغان حکومت سره نه، بلکې مخامخ له امریکا سره خبرو ته کښېني او دا خبرونه خپریږي چې ښاغلي خلیلزاد په قطر کې څو واره ورسره کښېنستلی دی.
د سولې بهیر تازه تحرک، ور ته نسبتاً پراخه امیدوارې، د افغان له جنګه خوا ګرځېدونکي ملت لپاره ښه زېری ګڼل کېدای شي، ځکه زموږ ولس نور نو ښه سم پوه شوي چې د افغانستان په ټول تاریخ کې په عام ډول، په څلوېښت کلن خونړي پړاو کې په خاصه توګه او په راوروسته اووه لس کلنه دوره کې په خاص الخاص رنګه، یو جنګ هم چندان زموږ په ګټه نه دی تمام شوی؛ دا به نو یو مخ له اعصابو خلاص کس وي چې لابه هم نه پوهیږي چې موږ تل د یوه خارجي ځواک په ګټه بل وهلی او یوازې متداومه تراژیدې و خرابې یې موږ ته په ګټه کې را پاته شوې ده، ځکه نو هر جنګ، د هر چا له خوا او په هر نوم، د افغان ولس لپاره تر مردودو هم مردود دی او سوله ور ته تر هر څه لومړیتوب لري.
افغان ولس ته هر هغه اړخ ډېر محترم دی چې د سولې ږغ او ګام اول پورته کوي او هر هغه طرف ور ته مشکوک و مردود دی چې په دغه باب ناغېړۍ کوي او د ملت د ملاتړ په درواغجنه ادعا، د جنګ د جهنم پر لا ایشېدو ټینګار کوي.
خو د سولې د روان کړه شوي جریان پر پایلو یوه سلسله تشویشونه هم شته، ځکه دلته چې د سولې هڅې یو څه ژوند مومي نو هلته روسیه د مسکو د سولې ناستې په نوم یو بل ادرس پرانیزي چې هلته بیا د افغان کشالې اصلي اړخ (هغه که افغان دولت ور ته وایاست یا امریکا) برجسته حضور نه لري؛ دا سړي ته شک ور اچوي چې هسې نه، دا په اصل کې د سولې د سبوتاژ توطیه وي! ځکه له یوې خوا دا پرون- پرون د افغانستان له لاسه په مرګ زخمي روسیه څه ناڅه د بیا رغېدو په حال کې ده، نو څنګه کېدای شي چې د بهرنیو چارو د وزیر –سرګي لاوروف- پر دې دعوه یې باور وشي چې: «روسیه یو موتی افغانستان غواړي» همدا یو موټی افغانستان خو پرون دوی ټوټه- ټوټه کړ او ور سره خپله هم په لا بتر ډول ټوټه- ټوټه شوه؛ له بله اړخه، پرونی شوروي اتحاد خو په اصل کې د خپل یګانه حریف –د امریکا متحده ایالاتو- په ستراتیژیکو نقشو سره، د ځمکې له نقشې ور ټول او د نننۍ روسیې په شکل محدود کړه شو؛ ته وا د مسکو د سره ډګر په سوخېدلي زړه کې به، د سپینې ماڼۍ د پرتم را پرېوتو لپاره د انتقام لمبې لېونتوب نه کوي؟ او دا خو ساده ګل طالبان دي چې په خپلو ترانو کې احساسات پاروي چې کله سره مانۍ له منځه وړو، کله سپینه، خو دا تعمق له دوی بېچارګانو سره چیرې وو چې د سره کرملین د غرور منار ته خو په حقیقت کې امریکا جیټکه ورکړه او فایده یې هم هغه یووړه او نن که د سپینې ماڼۍ د پرتم پر ستنو زلزلې راځي نو دا به د چین و روسیې سیاسي منتر وي نه د طالب یا بل سرناخلاصه تحریک د بې سنجشه ځانمرګي ناتار نتیجهٔ! او بیا نو سادګې هم تر دې بریده چې پرون هم پاکستان د امریکا په ګټه، د شوروي اتحاد پر ضد د جهاد په نوم، د افغانستان پر بېخکي بربادۍ ور مارش کړو او نن مو هم همدا پاکستان د روسیې د بیا احیاء لپاره د امریکا په وړاندې د جهاد په هماغه غولوونکې بهانه، د خپل خراب وطن د لا نورې خرابۍ لپاره مرګبار ډګر ته هڅوي.
په هر صورت، موږ باید پوه شو په واقعي سوله و ثبات کې د افغان شخړې هر اړخ او په مجموع کې هر افغان ګټه کوي خو بهرني اړخونه اول خو یو یا دوه نه، بلکې ډېر دي او بل، د هغو د افغانستان د عزت و ښېرازۍ سره کار نشته، د هغوی یوازې له دې سره اړه و مانده ده چې څنګه په افغانستان کې د جنګ نغری د افغان په هډوکو سور او د دوی د مفاداتو کتغ پر باندې وي.
موږ یووار د افغان- شوروي جنګ په دوران کې دا زهرجنه تجربه وکړه چې پرون مجاهدین د پاکستان او غونډ لویدیځ په ټونګ له شهید ډاکتر نجیب سره د سولې پر توشکه نه کښېناستل او د جهل په نشه کې یې ټول افغان ولس د بحرانو داسې یوه تراژید مسیر ته ور برابر کړ چې تر ننه یې بیا قد ساز نکړای شو او نن بیا له عینې درس سره مخ یو؛ وګورو چې له تاریخه مو سبق زده کړی، که به بیا هم، خدای مکړه د لا ذلت تاترین ته، په لوی لاس ولس ور غورځوو؟
د عقلانیت تقاضا خو دا ده چې افغان باید افغان دروند وګڼي او په خپلو کې یو د بل د درنښت لپاره د تلپاتې سولې بحث ته سره کښېني او که هر اړخ په دې مسئله کې بهرنيو اړخو ته اهمیت ور کوي نو په اصل کې هغه ښاخ اره کوي چې خپله پر ناست وي.
سرلیکنه/ بدلون اونیزه