تاند- د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون یو وار بیا غواړي چې د کابل ولایت د انتخاباتو پایلې باطلې اعلان کړي.
دې کمیسیون پرون /چهارشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې له خبریالانو غوښتي چې نن /پنجشنبه/ تر غرمې مخکې هغې غونډې ته ورشي چې د وروستیو انتخاباتو په لړ کې د ولسي جرګې برحاله غړي (ظاهراً ناکام شوي غړي) او ناکام کاندیدان هم پکې ګډون کوي.
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون پخوا هم د کابل ولایت د ولسي جرګې د انتخاباتو ټولې پایلې باطلې اعلان کړې وې او ویلي یې و چې د کابل ولایت انتخابات دې له سره وشي.
ادعا کېږي چې د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دا کار د دې لپاره کوي چې د محقق او خلیلي د زامن ولسي جرګې ته نه دي بریالي شوي.
دې کمیسیون دا ادعا مخکې رد کړې وه.