تاند- د پاکستان مرکزي بانک (سټېت بنک) وايي چې د عمران خان په مشرۍ د دغه هیواد نوي حکومت د واک په لومړیو ۵ میاشتو کې ۲ زره ۴۴۰ تریلیون روپۍ پور اخیستی دی.
دا په داسې حال کې ده چې عمران خان په خپلو انتخاباتي مبارزو کې پخواني حکومتونه په دې ملامتول چې له بهرنیو هیوادونو او مالي موسسو څخه یې زیات پورونه اخیستي او پاکستان یې د نړۍ پر یوه زیات پوروړي هیواد بدل کړی دی.
د پاکستان د مرکزي بانک له اعلامیې سره سم، چې د پنجشنبې په ورځ یې خپره کړې، د عمران خان د حکومت د پورونو اندازه لا زیاته شوې ده.
د دې بانک په وینا د ۲۰۱۸ م کال له جولای څخه تر نوومبر پورې د دې هیواد پور د ورځې په متوسط ډول ۱۵ ملیارد روپۍ زیات شوی دی.
د پاکستان مرکزي بانک وايي چې په ۲۰۱۸ م کال د پاکستان پور د وړم کال په پرتله نژدې په سلو کې ۲۱ ډېر شوی دی.
همداراز د موډیز د کریدیټ او اعتبار معلومولو موسسه وايي، پاکستان د بهرنیو پورونو د ورکړې لپاره په کافي اندازه بهرني اسعار نه لري.
د دې راپور پر اساس د پاکستان د اسعارو زېرمه د بودجې د کسر له کبله کمه شوې ده.
د پاکستان حکومت د روان مالي کال لپاره ۱۲ ملیارد ډالرو ته سخته اړتیا لري. د دغو پیسو یوه برخه سعودي عربستان او متحده عربي امارات ورکوي.