خبریال: نصیب(کابل)- د عبدالله عبدالله د یوې پلوي رسنۍ له نظرپوښتنې سره سم اکثره خلک غواړي چې ښاغلی عبدالله د دوی راتلونکی ولسمشر وي.
طلوع، چې د ځینو کسانو په ادعا د ولسمشرۍ او ولسي جرګې په انتخاباتو کې یې هم خپل پلویتوب څرګند کړی و، ادعا کوي چې د دغه تلویزیون له لوري د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې نظرپوښتنه یا سروې ښيي چې اکثره خلک عبدالله عبدالله غوره بولي.
د دغه تلویزیون له ادعا سره سم د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې له څه باندې ۱۳۰۰ تنو څخه د ټېلفون له لارې د روان اکتوبر له اتمې څخه تر ۱۲ پوري په رانډم یا الله توکلي ډول پوښتلي چې د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې چا ته رایه ورکوي.
د طلوع له ټولپوښتنې سره سم نیمايي ځواب ورکوونکو ورته ویلي چې د دوی د خوښې کاندید نشته یا نه پوهېږي چې څوک به غوره وي خو په نیمايي نورو کې، چې د خپلې خوښې کاندید په اړه یې نظر درلود، اکثرو ویلي چې عبدالله عبدالله ورته غوره کاندید دی.
طلوع ادعا کړې چې په سلو کې ۲۱ ورته ویلي چې عبدالله تر ټولو غوره کاندید دی. ورپسې ۱۳ اعشاریه ۶ نورو ویلي چې اشرف غني احمدزی د دوی غوره کاندید دی.
د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې، چې د اوس په پرتله انترنټ ته د افغانانو لاس رسی لږ و، د تاند له لوري په ټولپوښتنه کې۸۰ فیصدو ځواب ورکوونکو اشرف غني غوره ګڼلی و خو د انتخاباتو نتیجې وښودله چې اشرف غني د ټولو اچول شویو رایو په سلو کې درې ترلاسه کړې.
تاند، چې اکثره لیدونکي یې پښتانه دي، په ټولپوښتنه کې یې غالباً د پښتنو روشنفکران یا لږترلږه لوستي پښتانه رایې څرګندوي. همداراز طلوع، چې ځان د افغان تاجکانو مدافع بولي، سرشمېرنې یې هم د افغان تاجکانو د نظر ښکارندويي کوي.
طلوع په تېرو لسو کلونو کې توانېدلی چې د افغان تاجکانو د یوه خورا مطرح تلویزیون په توګه مطرح شي.
عبدالله عبدالله د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کې له حامد کرزي وروسته تر ټولو زیاتې رایې ترلاسه کړې وې.
ښاغلی عبدالله توانېدلی چې په وروستیو کلونو کې ځان ته ملي وجهه پیدا کړي او له خپلو پخوانیو تنګ نظریو او محدودو دایرو راووځي.
حال دا چې د بهرنیو چارو وزارت په دوره کې به ده نه له خبریالانو سره پښتو خبرې کولې او نه به یې مرکې کولې خو په وروستیو کلونو کې یې هڅه کړې چې افغانشتان شموله فکر وکړي.
طلوع ډیر نوښتګر او زیرک دی، کیدی شي دا خبره او یا دا پایلې ناسمې وي؛ خو د خلکو د ذهنیت په سوق کولو او د عبدالله منلو ته چمتو کولو کې ډیر اغیزمن پریوزي
طلوع خپله دنده په ایمانداری او وفاداری سره سرته رسولی ده . ایرانیان به هیڅکله هم په افغانستان کی پښتون او یا د بل قوم خلک چی په فارسی ژبی خبری ونکړی ونه زغمی. د طلوع تلویزیون د ایران رسمی او تبلیغاتی نظر په افغانستان کی خپروی. له دوی نه بل ډول نظر څرګندول له انتظار نه لری ده.
په هر حال د ټولټاکنو د سرته رسولو لپاره ډیر کارونه مخکی دی. د پښتنو د ډیرو کاندیدانو اوږد لست هم له ښاغلی عبدالله عبدالله سره ډیره مرسته کوی . د طالبانواو پاکستان سیاست هم د ایران له رسمی موقف سره مطابقت لری چی د دوی ټولو تیت او پرک سیاستونه بیا په افغانستان کی د یوداسی حکومت جوړولو سره مرسته کوی چی د پښتنو په تاوان ختمیږی. زمونږ ځوانانو هم لا تر اوسه د خپل هیواد ملی ګټی او خیر لا نه دی تحلیل کړی. جګړه ، نا امنی ، بیسوادی ، زمونږ کلیوال عنعنات او رواجونه ټول کیدای شی چی د پښتنو او په مجموع کی د افغانستان د نورو قومونو ګډی ګټی په خطر کی واچوی . که همداسی لوبی روانی وی لری به نه وی چی د هغوسیاستوالو خوبونه به رښتیا شی چی علنی او په ډاګه د هیواد د ویش اوتجزیی لپاره یی وینی او په خوله یی اظهاروی ، د دی تولو عواقبو مسوولیت به د هغو په غاړه وی چی د خپلی لویی غوښتنی نه تیریږی او د پردیو په اشاره یی ځانونه داسی یو با مسوولیته او حساس مقام ته کاندید کړی چی دوی یی متاسفانه لیاقت او توانمندی نه لری.
Tolo TV is one of the best one in Afghanistan. I like Tolo TV. Why Pashtun does not have such a TV to support their candidate? Why we should always blame others? Let’s get to gether and make a ppositive competition to win the election for Dr Ghani and make sure we have the right president not a warlord in the palace. I do not believe the accuracy of this survey conducted by Tolo TV but I appreciate their efforts to support their candidate. In this is the natural right of every afghan and every TV station. Our goal is to prove this TV station and its supporters wrong.
Pashtoon always divide and pashtoon will be divide Again to lose their true leadership like ashraf ghani , shamsshad , pasho tv , must support ashraf ghani to save our vote for ashraf ghani and aware our nation to not use their vot for warlord sayaf , zamlmy , gulbadeen , etc
د طلوع نه تاسو د معجزي. طمعه مه كوي
اوس يي لا هم كمه ويلي ده بايد ٨٠
٪
يي شودلي وي
طلوع سوك كوري او دجا سره تماس نيسي فكر وكري طلوع به أفغانستان كي
دير زيات زبني مسايلو ته لمن وهي
طلوع تلویزیون یو یهودی تلویزیون دی چی په افغانستان کی یی خپل یو جاسوس دمشر به توګه نومولی دی او خلک فکر کوی چی دابه دتلویزیون اصلی خاوند وی حال داچی دایو یهودی تلویزیونی دیر ستر او لوی پانګوال رسنی ده چی لمر تلویزیون ، نور تلویزیون ، فارسی یک تلویزیون ، کانال یک تلویزیون داتول سره یودی اوخپل سیاسی اهداف لری چی خلک پدی خبر ندی او په افغانستان کی دوی د اشغال د دوام دپاره خپل جاسوسان ته تبلیغ کوی چی داکتر عبدالله هم یو له هغه جاسوسان څخه دی چی دلس ملیونی دالرو داخیستلو په بدل کی یی سی آی ای ته خپل خدمت اوجاسوسی شروع کړ وتولو ته سرګند دی ، مراجعه وشی دبوش په جنګ کی کتاب کی چی پشتو ترجمهء افغان ستر لیکوال نثار احمد صمد کړیده او هلته امریکایی مشهور لیکوال ودواد دا افشاء کړیده او دی یواځی هم ندی ورسره قسیم فهیم، یونس قانونی ، عطامحمد نور ، بسم الله محمدی ، او دا کرزی هم پکی افشاء شویدی، ځکه نو که دا داکتر عبدالله پر افغانانو په چال او فریب بیا لکه کرزی وتومبل شی هلته نو افغانستان به یو ځل بیا په اور کی وسوځی او افغانان هیڅکله هم و داسی یو جاسوس ته تسلیم نه شی!
لطفاً برای ثبوت اینکه داکتر عبدالله برای جاسوسی کردنش وفروختن خودش به استخبارات امریکا به ویدیوی مستند که در امریکا در یک مجلس تبلیغاتی داکتر عبدالله که دو خانم وطنپرست افغان به وی خیانتش را وانمود میسازد با آدرس ذیل در یوتوب مراجعه نمایید: به این http://www.youtube.com/watch?v=bCQk6bM6hTA آدرس
Pashtoon should show their unity and power in politics with supporting Dr GHANI
Tolo kho yaw fashisti rasanei da. Da yaw tsargand haqiqat dai chey de haghwei tsekha de bel tse tama kawel khe kaar ne dai.
عبد الله به زکه شه وی چی خفل قوم ته خو صادق دی کرزی خو نه خفل قوم ته صادق شو او نه نور ملت ته ۰۰۰ تاسو څه فکر کوی که دا قدرت او دا امکا نات بل شه فیا وړی جمهور ریس فه لاس کی وای څومره زر به وطن کی ثبات راغلی وای
زمونږ پښتنو تلويزونونه خو خپلو پسي راخستي ده د ژوندون فېسبوک پاڼه وګوره چه څه بدرد نه وایی ډاکتر صاحب غني پسي
زما په فکر که طلو تلویژن داسی یوه نظر پوښتنه یا سروی کړی وې،
او په هغه کی یی عبدالله عبدالله کامیابه کاندید معرفی کړی وې. نودا د تاجیکانو ځیرکتیا ده
سې له بده مره پښتون قوم ته خدای د بی انتفاقی له سببه نده ورپه نسیب کړې.
دوهمه خبره داده سی دا دېرسکلن (۳۰) تاریخ ته په کتو سې یامو پو خپلو سترګو لیدلی او یامو په
کتابونو کی لوستلی ده.
کوم مشر دې قوم ته خدمت کړې ده؟
ژوندې مثال یی ډاکټر صا حب نجیب الله او ګلبدین حیکمتیار دې
په خاصه توګه د حکمتیار صاحب هغه مرکی سې په کوچنوالی کی مو له بې بې سې رادیو
نه اورېدې له یاده نه وځی.
(تر څو سې د کمونیستې ملیشې یو نفر په کابل کی وې مونږ به جنګ ته دوام ورکوه،
بیا یی د ده اغلی په وېنا له هغه کمونست سره شورای هماهنګی جوړه کړه
د ربانی په ضد
بیا له هغه تاجک ربانی سره یو سو د طالبانو په ضد
بیا له هغه دوښمن سره سې په کلونوکلونویی ور سره ډزولی وه
او ټول کابل ویران کړ له هغه سره پنجشیر ته وتښتیده.)
وایی!پکه دا دې لا بله سپکه.
مزه خو اوس کوې سې د دې ویاړلی قوم تقدېر دې د ړانده مولا مدومر په ولکه کی سو
زار دې شم پنجابه سی دا څرنګه نخرې کړې.
په درناوې
محترم افغان زاده صاحب! د مورشیدی دی شه داسی ویدیویی سند د وطنوالو ته ساتلی او وړاندی کړئ دئ چی ډاکټر عبدالله بیچارګئ د په شرمو شرمولی دئ. که زه د هغه په ځای وم بیا به هیڅکله د سټیج سر ته پور ته نشم.