محمد مصطفی سمون
د محدود او لا محدود په اړه بېلابېلې نظریې دي؛ خو د همدغه ګډولو تر منځ یو شلېدلی فکر موجود دی، چې انساني خواص جبراً داسې اوبدل شوي، چې هره شېبه د فکري خوځښت پر ځای انساني خواهشاتو ته مخ ور اړه وي.
لکه څرنګه چې د الله په هستۍ کې د مخلوقاتو تر منځ ظاهري جوړښت یو ډول دی.
مثلا: د وجود جوړښت یې تقریبا ورته دی؛ خو په عملي ژوند او لید لوريو کې بیا هر څه بل ډول دي، چې ځینې خویونه په افرادو کې دومره سره لرې وي، چې په یو محور کې یې نه شو سره راټولولی.
له همدې ځایه د درنښت مزي په خوځښت راځي، چې بیا د فرد په کړو وړو باندې لږ د ژوند له اړخه رڼا اچول پکار دي؛ ترڅو د غوښتنو او دید ترمنځ هغه ورکه وموندل شي، چې تر اوسه پورې دې شلېدلې پاڼې په اړه څه نا څه ورک تصور موجود و.
د محدودیت او لا محدودیت په اړه تصور ګونګ دی، چې انساني ژوند څومره د محدود او لا محدود په بې ژبه پنځ کې پرمختګ کولای شي.
هېره دې نه وي، چې په افرادو کې د هدایت توری هم د استعمال وړ دی، چې دې شخص ته په دې برخه هدایت شوی دی. اصلاً د فرد دروني غوښتنې دي؛ چې داسې څه په ژوند کې لیدل غواړي. اوس اوس خلک د دې په اړه فکر کوي د هر کار کولو تر شا انساني مجبوریتونه دي؛ خو د انسان نننۍ کړنې د سبا ورځې لپاره خښته اېښودل دي، چې له همدې ځایه د محدود او لا محدود پاشل شوی تصور سره راټولیږي او هر فرد له خپله لیده د نړۍ په ټولیز دوران کې د فکر کولو لپاره فرصت پیدا کوي؛ خو دا بیا د افرادو په فکري پیاوړتیا پورې اړه لري، چې څومره له دې محدودیتونو او لا محدودیتونو څخه ګټه پورته کوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *