له بل هر وخت زیات د افغان سولې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه هڅې زیاتې شوې دي؛ خو له زیاتو هڅو سره ـ سره دغه بهیر اوس هم له ځینو ننګونو او ابهاماتو سره هم مخ شوی دی.

په سیمه ییزه کچه د سولې پر وړاندې ننګونې څه دي؟

له محدودو هېوادونو پرته د سیمې زیاتره هېوادونه اوس قانع شوي؛ که افغانستان کې د سولې بهیر بین الافغاني نه وي، نه یوازې نتیجه به یې محسوسه نه وي، بلکې ستونزې به هم را ولاړې کړي.

د سیمې یو شمېر هېوادونه په دې پلمه چې مونږ له طالبانو سره اړیکې پخې کړي دي، له هرې لارې استفاده کوي چې د سولې بهیر کې خپل امتیازات تر لاسه کړي، طالبان خپلو هېوادونه ته ور بلي او د سولې د مذاکراتو هدف ورسره په لوی لاس دغه بهیر کې خنډ جوړوي، چې ښکاره بېلګه یې د ایران ده.

طالبانو هم په وار وار ویلي، چې زمونږ د خبرو اصلي ځای د قطر دفتر دی، خو اوس لیدل کېږي چې د قطر دفتر په خپل ځای پاتې، د سولې لپاره غونډې نورو هېوادونو کې ترسره کېږي، چې په نورو هېوادونو کې د سولې د غونډو ترسره کول په بشپړ ډول دغه بهیر ننګوي.

دا چې افغان حکومت د سولې برخه کې رښتینی دی او د سولې د هڅو د منسجم کېدو هوډ لري، تازه یې د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سیمې یو شمېر هېوادونو ته خپل سفرونه پيل کړي دي او د سولې عالي شورا د درالانشاء مشر عمر داوودزی هم پاکستان ته تللی دی.

د سیمې هېوادونو ته د محب د سفر موخه څه ده؟

حکومت په دې هڅه کې دی، چې له طالبانو سره د سولې بهیر د افغانانو په مشرۍ مخ ته لاړ شي.

طالبان بیا حکومت ملامتوي چې په خپلو پرېکړو کې خپلواک نه دی او نه شي کولای له دوی سره خبرې وکړي، خو د افغان حکومت په نوښت د دوو اوربند اعلان وښوده چې حکومت د هر کار له عُهدې وتلی شي.

اوس په سیمه ییزه کچه د سولې بهیر د هغو هېواودنو لاس ته پرېوتی، چې د افغانستان په اړه يې هېڅکله نیت پاک نه و، لکه ایران، پاکستان او روسیه

دوی درې واړه هېوادونه پر طالبانو فوق العاده نفوذ لري او طالبانو هم ورسره اړیکې پالې.

د ملي امنیت سلاکار خپل ایرانی سیال کابل ته راوغوښته او دلته يې ورته څرګنده کړه، چې تاسو باید له بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ وکړئ، نه له داسې خبرو چې له ګټې يې زیانونه زیات وي.

هند ته د ملي امنیت د سلاکار سفر کې هم د هغه هېواد چارواکو غوښتنه کړې وه، چې د سولې بهیر کې دې د سیمې هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان لاس وهنه نه کوي او پرېدږدي چې دغه پروسه خپل افغانان مخ ته یوسي.

له هند وروسته د ملي امنیت سلاکار چین ته ولاړ او هلته يې د هغه هېواد له چارواکو وغوښتل چې د افغانانو په مشرۍ دې د سولې له بهیر ملاتړ وکړي، چې هغوی هم ټینګه ژمنه ورکړې ده.

چین پر پاکستان نفوذ لري او سټراټېژيک ملګری یې دی، دغه هېواد اوس کولای شي چې پاکستان دې ته راضي کړي څو نورو هېوادونو کې د غونډو پر ځای، طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره د سولې مخامخ خبرو ته کېني.

د روسیې او هند ملګرتیا پخوانۍ او سټراټېژيکه ده، له افغانستان سره د هند پخواني نیت ته په کتلو ویلی شو چې د غه هېواد کولای شي له خپلو اړیکو په ګټې اخېستنې روسیه قانع کړي چې طالبانو له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو مخامخ خبرو ته وهڅوي.

افغان حکومت هم له دې اندېښمن دی چې خدای مه کړه له طالبانو سره د سولې د خبرو بهیر د سیمې د هېواودنو د شخصي ګټو قرباني نه شي، هغه څه چې زیان به یې یوازې افغان حکومت او طالبانو ته ورسېږي.

محب هم د همدې اندېښنې د پای ته رسېدو لپاره له کړکېچه د سولې د روان بهیر د ژغورېدو په هدف هند او چین ته سفر وکړ، چې په دې برخه کې د ځواکمنو هېواودنو اجماع رامنځته او دغه بهیر به ناکامۍ وژغوري، هند او چین ته د محب له سفرونو ښکاري چې د غه اجماع د جوړېدو خوا ته روان دي، لکه څنګه چې د هند چارواکو هم ویلي چې د سولې بهیر دې افغانان پر مخ یوسي.

هند له پاکستان سره پخوانۍ سیالي او دښمن لري، روسیه یې له امریکا سره لري، سعودي عربستان یې له قطر سره او قطر یې له اماراتو سره.

طالبان باید پرېنږدي چې دغه بهیر د سیمې هېوادونه په خپله ګټه وکاروي.

افغان ولس ددې مخالف نه دی، چې طالبان دې له نورو هېواودنو سره د سولې د بهیر په تړاو اړیکې ونیسي، افغانان دې ته اندېښمن دي چې دغه بهیر د نورو هېوادونو د ګټو قرباني نه شي

افغانان ددې هم مخالف نه دي چې امریکا دې د سولې خبرو کې ښکېله وي، خو ددې پلوي هم نه دي چې خبرې دې طالبان مستقیم له امریکایانو سره وکړي.

حکومت هم ددې کار پلوی دی چې د سولې بهیر کې دې د سیمې هېواودنه ښکېل وي، ښکېلتیایې باید د نظارت او همکارۍ تر پولې وي، نه داسې چې هر څه د دوی په واک کې وي، ګټې يې چې خوندي شي، بیا ددې غم کې نه وي چې د افغان سولې بهیر څنګه شو او جګړه کوم ځای ته ورسېده؟

افغانان له امریکا سره د طالبانو د خبرو مخالف نه دي، خو دلته باور دا دی چې خبرې دې بین الافغاني وي، امریکا دې یوازې نظارت وکړي.

د طالبانو لپاره اوس په کار ده چې د افغانستان روان جګړه ییز وضعیت ته په کتلو، د سولې بهیر د سیمې هېواونو پر ځای افغانستان کې له ښکېلو خواوو سره مخ ته یوسي، ځکه څومره چې د افغان سولې بهیر کې نور هېوادونه لاس اچوي او له افغانستان لیرې کېږي، هغومره دغه بهیر پېچلی کېږي او رسېدل به ورته یوازې خوب پاتې شي.

امریکا دې د سولې بهیر کې وي، خو له روان وضعیت د وتلو لپاره زما په اند یواځینۍ لار همدا ده چې هر څه بین الافغاني وي.

One thought on “د سولې بهیر پېچلتیا ته مه پرېږدئ | فضل ربي شینولاری”
  1. طالب العلم او علما پدی ښه پوهیږی چی په معصیت کی اطاعت نشته له هیچا نه.
    صلح فی ما بین المسلمین فرض ده او وخت ضایع کول ګناه او تباهی ده دا د خالق امر دی صریح او عاجل .
    جنګ حرام او تباهی ده ، اهل د مشوری باید امین او خیر خواه وی نه شر پسند او استفاده جو.
    وحدت ،قوت دی باید په ټول قوت او اخلاص سره هر مؤمن د دی فرض د اداء لپاره ځان خپل رب ته نژدی کړی نه شرانګیز استخبارات ته،چی نتیجه یی حتما خسران دی فی الدنیا والاخره.
    نو هغه عمل پکار دی چی اثبات د ایمان او تقرب الی الله ورکی نغښتی وی او همدا عمل د مؤمن د پاره ښایسته او مناسب دی نور هر څه ځان شرمول او جهالت دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *