ژباړه: فضل ربي شینواری
اسوشیتید پریس ـ عبدالله جاوېد
بجیېنګ ـ د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د تېرې ۵ شنبې په ورځ چین ته سفر کړی و.
هغه چین ته د خپل سفر پر مهال: د هغه هېواد له چارواکو سره د افغان سولې پر بهیر خبرې وکړې.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، لومړی د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ يي سره وکتل.
هغه ویلي: افغانستان په سیمه کې د تل پاتې سولې د تامین په هڅه کې دی.
د محب په خبره، چین او افغانستان ګډه پوله لري او یو بل سره يې د پولو د امنیت تامین برخه کې همکاري کړې ده.
وانګ ټینګار کړی، چې دواړه هېوادونه له یو بل متقابل درک لري او چین افغانستان کې د سولې له کورنۍ پروسې د افغانانو په مشرۍ ملاتړ کوي.
وانګ وویل: زه پوهېږم چې ولسمشر غني په داسې مهمو شرایطو کې تاسو ګومارلي یاست چې متقابل درک پیاوړی کړئ او همغږي زیاته کړئ. زه فکر کوم چې دغه لیدنه ډېره په موقع او ضروري ده.
د چهارشنبې په ورځ د سولې برخه کې د افغانستان د ولسمشر ځانګړي استازي محمد عمر داوودزي وویل، هیله لرو هغه جګړه چې امریکا ته د نږدې یو ټرېلیون ډالرو په ارزښت تمامه شوې، په ۲۰۱۹ کال کې پای ته ورسوو.
داوودزي له اسوشیټیډ پرېس سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل، چې ۲۰۱۹ کال کې به مونږ سولې ته ورسېږو.
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد سیمې هېوادونو ته په دویم سفر راوتلی، چې له هند، چین، پاکستان او افغانستان څخه لیدنه کوي.
پاکستان پر مخالفینو نفوذ لري امریکا ترې د سولې بهیر کې مرسته غوښتې ده.
ددې په غبرګون کې، واشنګن پاکستان سره خپل سلګونه میلیونه ډالره مرسته ځنډولې ده. پاکستان ویلي: پر طالبانو د دغه هېواد فشار او نفوذ کې زیاتی شوی دی.