تاند- په افغانستان کې د امریکا پوځ نن /شنبه/ وویل چې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې یو مهم قوماندان په یوه برید کې وژل شوی دی.

په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویندوی اوبن میندي وايي، د داعش قوماندان خطاب امیر د پنجشنبې د ورځې /جنوري ۱۰/ په برید کې وژل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، په افغانستان کې د امریکا پوځ ویلي، امیر- چې څو نومونه یې لرل- غټې حملې ترتیبولې او د داعش جګړه مارو ته یې وسلې او چاودېدونکي مواد چمتو کول.

د امریکايي ځواکونو ویندوی میندي ویلي «د ده (امیر) وژل کېدا مرسته کوي چې په راتلونکې کې بېګناه افغانان د اسلامي دولت له تشدده وژغورل شي او له بلې خوا په ننګرهار کې د دې ډلې حضور کمزوره شي.»

په خبر کې د حملې د دقیق ځای یادونه نه ده شوې. په دې باب هم څه نه دي ویل شوي چې د داعش پر قوماندان برید هوايي او که مځکني و.

په همدې حال کې راپورونه وايي چې د داعش لسګونه کسان د ننګرهار په ګاونډي ولایت کونړ کې له وسله والو طالبانو سره په نښتو کې، چې شاوخوا یوه اوونۍ یې دوام کړی، وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *