د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د سيمه ييز اتصال په موخه د سيمې د ګاونډيو هېوادونو سره د خبرو اترو په ترڅ کې وتوانېد چې د TASİM پروژې غړيتوب تر لاسه کړي.

د ماليې سرپرست وزیر او د زیربناو په چارو کې د جمهور رئیس سلاکار محترم ډاکټر محمد همايون قيومي او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیر  محترم شهزاد آريوبي،  په آذربایجان کې د افغانستان، آذربايجان او ترکمنستان  د لوړ پوړو چارواکو  په ګډه درې اړخيزه ناسته کې دTASİM پروژې د عملي کېدو او نويو  لارو په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې پرېکړه وشوه چې افغانستان او ترکمنستان د ( TASİM – Trans-Eurasian Information Super Highway) پروژه کې شامل دي.

د ویلو ده چې  په دې اړه به د اړوندو هېوادونو یو ګډه تخنيکي کمېټه کار وکړي چې د آذربايجان، ترکمنستان او افغانستان تر منځ ددغه پروژې د عملي کېدو په موخه په تخنيکي چارو او درې اړخيزه هوکړه لیک کار وکړي.  

د آذربايجان دولت همدا راز چمتو والی وښود چې د ترکمنستان سره د نښلېدو په موخه د کسپين سمندرګي (Caspian Sea)کې پانګونه وکړي، په داسې حال کې چې افغانستان لا له وړاندې د تورغونډۍ بندر له لارې د ترکمنستان سره وصل شوی او ددغه پروژې د عملي کېدو لپاره چمتو دی.

 TASİM پروژه د شرقي آسيا او غربي اروپا هېوادونو د نښلېدو پروژه ده چې له لارې يې نوري فايبر د جرمني فرانکفورټ څخه تر هانکانګ غځېږي چې د نړۍ دوه ستر exchange point سره وصلوي.

ددغه پروژې له لارې تلونکی نوري فایبر به افغانستان، اذربایجان، قزاقستان، ترکيې او جرمني څخه تېرېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *