تاند- د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ اعلان وکړ، یوازې به د هغو کسانو شخصي ساتونکو ته د وسلو جواز ورکړي چې نومونه یې د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو په لیست کې شامل وي.
د کورنیو چارو وزارت له خبرپاڼې سره سم، په کابل او ولایتونو کې په زرګونو تنه په دې پلمه شخصي ساتونکي لري چې امنیت یې په خطر کې دی او سلګونو نورو د وسلو ګرځولو د جواز غوښتنه کړې ده.
دا وزارت وايي، یوازې هغو کسانو ته د وسلو جواز ورکوي چې د مالیې وزارت د مالیه ورکوونکو په لیست کې یې نومونه شته او په دې وزارت کې د درو کته ګوریو (لویه، متوسطه او کوچنۍ) مالیه ورکوونکو نومونه ثبت دي.
د کورنیو چارووزارت وايي، د هغو افرادو او شرکتونو، چې د مالیه ورکوونکو په فهرست کې شامل نه دي، د وسلو جوازونه لغوه کېږي او هغوی چې د وسلو د جواز غوښتنه کوي، تر هغو چې د مالیې له وزارته د مالیې ورکولو تصدیق د کورنیو چارو وزارت ته وړاندې نه کړي، د وسلې جواز نه ورکول کېږي.
پرون د کورنیو چارو وزارت ۱۶ تنو ته، چې نومونه یې مخکې په یوه لیست کې خپاره شوي وو، ۲۴ ساعته مهلت وټاکه چې د کورنیو چارو وزارت له جرمونو سره د مبارزې ادارې ته مراجعه وکړي او کنې هم به یې بانکي حسابونه بند کړي او هم به یې له هیواده پر وتلو بندیز ولګوي.
د دې وزارت د تېرې چهارشنبې په ورځ د ۱۶ هغو کسانو نوملړ خپور کړ چې د ځمکو په غصب، زور ویلو، قاچاق او د غیر مسؤلو کسانو په ملاتړ تورن دي، ترې غوښتل شوي وو چې د يادو مسایلو په اړه د وضاحت او ځینو مواردو د تصفیې لپاره دې ژر تر ژره پولیسو ته مراجعه وکړي.
په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د کابل د پولیسو په ملاتړ د پولیسو ځانګړې قطعې د کابل ښار په مختلفو سیمو کې ځای په ځای شوي، څو د سرغړونې په صورت کې له پولیسو سره مرسته وکړي چې ياد شوي کسان بې وسلې او له هغوی سره قانوني چلند وکړي.