تاند- د فضايي چارو څېړونکي وايي چې له شمسي نظامه دباندې یې یوه سیاره کشف کړې چې په اتموسفیر کې یې هیلیم ګاز شته.
څېړونکي وايي چې د (HAT-P-11b) سیارې له اتموسفیر څخه هیلیم ګاز وځي. دا سیاره زموږ له سمشي نظامه ۱۲۴ نوري کاله لېرې ده او په (Cygnus) فلکي صورت کې ده.
دا څېړنه په ساینس ژورنال کې خپره شوې ده.
د سویس د جینیوا پوهنتون څېړونکي وايي، دا کشف یې په یوې وسیلې، چې کارمینس (Carmenes) نومېږي کړی. دا وسیله د هسپانیا د کلرالتو پر ۴ متره لوړټیلسکوپ نصب کړل شوې وه.
دا لومړی ځل دی له شمسي نظامه دباندې د یوې سیارې په پاسنۍ برخه یا اتموسفیر کې د هیلیم ګازو حرکت لیدل کېږي. هیلیم ګاز ورېځو ته ورته دي.
دا سیاره نیپتون ته ورته والی لري.
څېړونکي باور لري چې دا څېړنه له شمسي نظامه دباندې په ځینو سیارو کې د عجیب اتومسفیر د شرایطو په اړه د دوی د معلوماتو له زیاتېدو سره مرسته کوي.