د هلمند ولایت د بړېڅو یوه قومي مشر مطیع الله مطیع له ولسمشر غني څخه د هېواد او په ځانګړې توګه د هلمند پر یو شمېر ملي مسایلو د بحث لپاره د ملاقات غوښتلو په هدف د تحصن خېمه درولې ده.
دغه قومي مشر وایي له دوه میاشتو را په دې خوا له خپلې کورنۍ لرې په کابل کې د ولسمشر د ملاقات لپاره په تمه دی چې لا یې هم غوښتنه نه ده منل شوې. نوموړی وایي له ولسمشر څخه د عدالت غوښتنه کوي او یواځینۍ موخه یې د خپلو حقونو ترلاسه کول دي. هغه زیاته کړه له دوه ورځو راهیسې د نوي ښار پارک ته څېرمه یې په( ۲۰-) درجه یخنۍ کې خېمه درولې ده او د ولسمشر څخه غوښتنه کوي چې خپل ځان ته یې وغواړي او د خپل ولس د حقونو په تړاو ورسره بحث وکړي.
مطیع وایي تر هغه به یې خېمه ولاړه وي څو چې د هلمند ولایت په تړاو یې غوښتنې نه وي منل شوې او حقه حقوق یې نه وي ترلاسه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *