تاند- له شتمن خاوند څخه طلاق د امازون د بنسټګر ماندینه مکینزي بینزوس د نړۍ تر ټولو پر شتمنې ښځې بدله کړه.
د امازون بنسټګر جیف بینزوس د چهارشنبې په ورځ /جنوري ۹/ اعلان وکړ چې له خپلې مېرمن مکینزي بیزوس څخه جلا شوی دی.
جیف له مکینزي سره، چې ناول لیکواله ده، ۲۵ کاله ژوند وکړ. دوی ۳ زامن او یوه لور لري.
مکینزي بیزوس د امریکا مطرح لیکواله ده او په ۲۰۰۶ م کال یې د امریکا د کتاب کالنۍ جایزه ګتلې ده.
د دوی ترمنځ طلاق د دې لپاره هم په نړۍ کې د ډېرو لپاره په زړه پورې خبر دی چې د نړۍ یوه تر ټولو شتمنه جوړه وه.
د امازون بنسټګر جیف بیزوس شاوخوا ۱۳۷ ملیارد ډالره شتمني لري.
که جیف یوازې د امازون په سلو کې ۱۶ ونډه ولري، باید مکینزي ته ۶۹ ملیارد ډالره ورکړي او دومره پیسې کافي دي چې هغې ته د نړۍ تر ټولو شتمنه ښځه وویل شي.
تېر کال د امازون د خاوند جیف بیزوس شتمني د مایکروسافټ تر خاوند بیل ګېټس زیاته شوه او په هغه لیست کې، چې فوربس مجله یې د نړۍ د شتمنو خلکو په اړه هر کال خپروي، لومړی د ده نوم راغی.
تراوسه څرګنده نه ده چې مېرمن مکینزي په امازون کې خپله ونډه پلوري او که خپله شتمني همالته ساتي.
جیف بیزوس پر امازون سربېره، چې نن سبا تر بل هر وخت په ګټه کې دی، د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او د بلو اوریجن (Blue Origin) کمپنۍ څښتن هم دی.