د لاجوردو لارې تاریخي مخینه:
د لاجوردو لاره په اصل کې د ورېښمو لارې یوه برخه ده له یو روایت نه دغه لار له نن نه ۲۰۰۰ کاله پخو ا د ورېښمو لارې په اوږدو کې د دې لپاره جوړه شوه چې د افغانستان سوداګریز توکي د قفقاز د سیمې تر هیوادونو، روسی ، بالکان، شمالي افریقا او اروپایې هیوادونو ته انتقال شي.
له افغانستان نه تر اروپایې هیوادونو پورې ترانزیتي لاره د لاجوردو د لارې په نوم یادیږي چې د ۲۸۰۰ کیلومترو په اندازه اوږدوالي لري. په دغه مسر او ترانزیتي لاره پراته هیوادونه افغانستان، ترکمنستان، آذربایجان، ګورجستان، توره بحیره، ترکیه او بیا اروپایې هیوادونو ته رسیږي.
دا چې د لاجوردو لار د وریښمو د لارې یوه مهمه لار ده نو اړینه ده چې د وریښمو لارې په تاریخ هم یو څه معلومات ولرو د وریښمو تجارتي لار د منځنۍ آسیا، افریقا او اروپا دری لویو وچې سره نښلوي ،او د همدغه لویو وچو د هیوادونو تر منځ د تجارتي معاملاتو د راکړې ورکړې لپاره تقریبا پنځلسمه میلادي پیړی کې د ۱۷۰۰ کالونو تاریخي مخینې په لرلو سره د تجارت په برخه کې په نړیواله سطحه یوه لویه شبکه وه.
په ۱۸۷۷ میلادي کال کې لمړني کس چې دغه لاره یې د وریښمو لارې په نوم ونوموله د جرمني یو جغرافیه پوه فردیناند رختوفن وو، چې د چین هیواد وریښم یې له دغه لاري مدیترانې او نورو اروپایې هیوادونو ته انتقالول.
دغه لاره د چین له شرقي ساحلي ایالتونو پیل او په مرکزي چین کې په دوه شمالي او جنوبي برخو تقسیم شوې د لارې شمالي څانګه د مرکزي چین په سحراوو کې په دریو بېلابیلو برخو ویشل شوې دوې لاري د سحرا له شمالي برخې او یو یې له جنوبي برخې تیریږي .
جنوبې څانګه د چین له هیواده وروسته د قرغزیستان هیواد ته ننوزي چې په همدغه هیواد کې د ��رېښمو وودلو یوه لویه کارخانه موجوده وه ، د چین هیواد وریښمو نه به مختلف ډوله کالي پکې وودل کیدل. له دغه هیواده بیا د فرغانه سمیې، بخارا سمرقند ، مروه سیمو څخه تیریږي چې د هغه وخت خوارزم شاهیانو د امپرانتوری په قلمرو کې راتلل ، د خوارزم شاهیانو د امپراتوری نه وروسته د کاشانیانو امپرانتوری ته داخیلیږي او کاشانیان د اوسني افغانستان پخواني واکمنان په منځنۍ آسیا کې یې لویه امپرانتوري لرله ، کاشانیانو د وریښمو لارې په امنیت کې مهم رول درلود او نورو امپرانتورانو د ځانګړي قدر وړ وو……..
د یو بل روایت له مخې له میلاد نه ۴ نه تر ۶ پیړیو مخکې د فرعونیانو په زمانه کې د مصر هیواد څاروي ، او خټین لوښي غربي فلسطین ، اسرائیلو ، او اوسنی سوریې هیوادونو ته د پیر او پلور لپاره راوړل .
د وریښمو لارې هغه وخت نړیوال شهرت پیداکړ چې مقدوني تاجر ((تیتونیاس)) د لومړي ځل لپاره د ختیځ او لویدیځ تر منځ په دغه لاره تجارت پیل کړ ، دغه تاجر په برایت ، سیدون، او تایر یعنې اوسنی سوریه کې تجارتي مرکزونه پرانستل او خپل مالونه به یې د یونان چین او اروپایې هیوادونو تر منځ تبادله کول ، دا چې د وریښمو لاره نړیوال شهرت له بلې هرې لارې زیات و او په دغه لارې په اوږدو کې دری لویې امپراتوری لکه د چین امپراتوري، په اوسني افغانستان کې د کوشانیانو امپراتوري دغه شان د فارس او روم امپراتوریو ترمنځ به د تجارتي، فرهنګي ، مذهبي اړیکو د کارولو لپاره کارول کیده د کاشانیانو په وخت کې د اوسني افغانستان پاچا ویماکدفیسیس چې د نورو هیوادونو سره د دوستانه اړیکو پاللو په موخه لیکونه د همدغه لارې له طریقه لېږل او رالېږل او همداشان به یې د خپلې سیمې صادرات زراعتي مواد ، ټغر، قیمتي کاڼې او نور مختلفو سیمو ته صادرول او په بدل کې به یې د اړتیا وړ توکې له بهر هیوادونو څخه واردول د کوشانیانو د امپرانتوری پرمهال افغانستان د دغه لاري تر ټو لوی تجارتي مرکز بلل کیده د هند هیواد درمل او د چین هیواد وريښم به د افغانستان له لوري اروپایې هیوادونو ته انتقالیدل او نورو امپرانتوریو د کاشانیانو سره دوستانه روابط د ځان لپاره افتخار ګاڼه ، بلخ، کابل ، کندهار د هغه وخت لوی تجارتي مرکزونه او ددغه مرکزونو لارې په ټوله نړی کې شهرت لرو،دغه تجارتي مرکزونوته تجارانو خپل مالونه له هند چین اروپایې هیوادونه نه راوړل د همدغه ارزښت له مخې د هغه وخت کوشاني امپرانتوري د دغه لاري د امن لپاره تر ټولو مهم رول لوبوا او ډیر عوائید به یې تر لاسه کول .
د کوشاني امپرانتوری نه ورسته دغه لاره د خوارزم شاهیانو امپرانتوری ته داخیلیده او په هغه امپرانتوری کې هم لوی لوی تجارتي مرکزونه د ادویه جاتو ، ټوکرانو، او وریښمو موجود وو. په دغه وخت کې د افغانستان مهم محصولات ، لاسي صنایع ، کرهڼې تولیدات ، قیمتي ډبرې ، ټوکران ، خاورین لوښي و چې بهر هیوادونو لکه چین هند، او منځنۍ آسیا، شمالي افریقا او اروپاته انتقالیدل او د کاشاني امپراتوری د شهرت لپاره تر ټولو مهم سمبولونه وه.
دغه شان د اوسني بلخ چې هغه وخت د بخدي په نوم نومول کیده د بودایزم مذهب لویه مجسمه وه له هند او چین څخه به سیلانیان ددغه معبد لپاره د وریښمو له لارې راتلل او د بودا مجسمې د کتلو او عبادت سره به یې دا افغانستان ډیرو سیمو ننداره هم کوله افغا نستان په هغه وخت کې د طبعي ښکلا له اړه د نړی له مشهورو هیوادونو څخه وه ګڼ شمیر بهرنیان د سیل لپاره راتلل او خپلو هیوادونو ته به یې زمونږ د بلخ ، کابل، ننګرهار او کندهار د ښکلا افسانې له ځان سره وړلې.
د لاجوردو لارې اهمیت او ارزښت:
لارې او سرکونه د بشري ټولنو د پیوستون تر څنګ نورې ډیرې اړیکې او مشترکاتوپه پاللو ګې ګټورې دي چې د قومونو تر منځ د کلتور ، مذهب ، تمدن د لېږ رالیږد لپاره تر ټولو مهم رول لوبوي، پخوانیو نسلونو د ابتدایې ژوند یعنې کمون اولیه له زمانې راپه دې خوا هڅه وکړه تر څو له نورو قومونو سره د خپله ژوند مشترکات وپالي د یوبل فرهنګونه خپله کړي ، دغه شان د مختلو انسانانو له تجربو کار واخلي چې د همدغه پروسې په پایله کې د د راکړې ورکړې معلاملات تجارت او د بندرونو او تجارتي مرکزونو رامنځته کیدل د لویو ښارونو جوړیدل پیل شول ، د مالونو د انتقال لپاره اړتیا وه چې د یوې مشخصي نقطې خپل د ژوند د اړتیا وړ توکې بلې نقطي ته انتقال کړ .
د لاجوردو لارې په اوږدو کې پخواني نسلونو د تجارت تر څنګ پورته دودونه هم ددغه لارې له طریقه پالل او بشر ترمنځ یې د ژوند په برخه کې ډیر بدلونونه راوستلي، په لرغونو زمانو کې د اړیکو د جوړیدو لپاره لارې تر ټولو مهم رول لوبولو د تجارتي اصولو د پیاوړتیا او دغه شان د هیوادونو د شهرت لوړیدو یې مهم او ارزښتناک وه.
داچې د وریښمو لاره د بحري لارې په نسبت ډاډمنه وه او تجارانو به خپل مالونه د دغه لارې له طریقه نورو هیوادونو ته په اسانۍ سره انتقالول ، نو هغه هیوادونه چې په دغه لاره به یې ډیر تجارت کولو د ډیر شهرت او مقام لرونکي هیوادونه بلل کیدل، او د دوی مالونه به په نړیوالو بازارونو کې د خاص ارزښت لرونکې وو او په لوړ قیمت به پلورل کیدل .
که اوسنۍ نړی ته ځیر شو هغه هیوادونه چې په اقتصادي اړیکو کې مخکښ وي او له ډیرو هیوادونو سره راکړه ورکړه ولري د اقتصاد له اړخه د پیاوړو هیوادونو په قطار کې راځې او تولیدات یې نړیوالو بازارونو ته په ښه قیمت سره ارزه کیږي.
د وریښمو لارې نړیوال شهرت
داچې د وریښمو لاره د ډیرو لرغونو زمانو را پدې خوا د دریو لویو وچو تر منځ مواصلاتي لاره ده او ګڼ شمیر داخیلي او نړیوال تجارتي مرکزونه ددغه لارې په اوږدو کې پراته دي له همدې امله یاده لاره نړیوال شهرت لري.
د وریښمو لارې هغه وخت نړیوال شهرت پیداکړ چې مقدوني تاجر ((تیتونیاس)) د لومړي ځل لپاره د ختیځ او لویدیځ تر منځ ددغه لارې څخه په ګټه اخیستلو بریالی شو ، دغه تاجر په برایت ، سیدون، او تایر اوسنی سوریه کې تجارتي مرکزونه پرانستل او خپل مالونه به یې د یوانان چین او اروپایې هیوادونو تر منځ تبادله کول ، دا چې د وریښمو لاره نړیوال شهرت له بلې هرې لارې زیات و او په دغه لارې په اوږدو کې دری لویې امپراتوری لکه د چین امپراتوري ، په اوسني افغانستان کې د کاشانیانو امپراتوري دغه شان د فارس او روم امپراتوریو تجارتي مالونه سره تبادله کول، په هغه وخت کې تجارتي مالونه نړیوالو سوداګریزو مرکزونوته د بحر له لارې ستونز من وو نو د وریښمو لارې به یې خپل مالونه د دریو قارو اروپا، افریقا او آسیا تر منځ تبادله کول.
په تیرو وختونو کې افغانستان د نا امنی او کورنیو جګړو دغه شان د څنګلورو هیوادونو لاسوهنې زمونږ نړیوالو اړیکې زیانمنې کړې او زمونږ تجارتي اړیکې یې له نړیوالو سره پرې کړې دغه شان د جګړو له وجې د پخوانیو امپرانتوریو د ړنګیدو او نویو هیوادونو د رامنځته کیدو له امله په دغه لاره تجارتي راکړه ورکړه له ستونزو سره مخ کړه.
د ملي وحدت حکومت او په خاص ډول د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري ددغه لارې د بیا پرانستلو او هڅې ګړندی شوې چې په دغه سره به افغانستان د پخوا په شان له اروپایې هیوادونو سره د تجارت معا ملات تبادله کړې او زمونږ محصولات به د نړیوالو مرکزونو ته صادر شي ،چې خوشبختانه په دې وروستیو کې د افغانستان دولت په دې توانیدلی چې ددغه لرغونې لارې له طریقه د بیا ځل لپاره خپله محصولا ت نړیوالو مرکزونو ته صادر کړي، او زمونږ مالونه به څنګلوري هیوادونه په خپل نوم نورو هیوادونه ته نه صادریږي .
د لاجوردو لارې ګټې:
اچې د لاجوردو لاره ډیره تاریخي مخینه لری او یوه نړیواله لاره ده ددغه لاري له طریقه د افغانستان محصولات نړیوالو بازارونو ته لږدول به افغانستان په نړیواله سطحه لاډیر مشهور شي او هغه پخوانی نوم به بیرته خپله کړي .
نړیوال تجاران به ددغه لاري په فعالیدو سره زړه ښه کړي چې په افغانستان کې پانګونه وکړي او او د خلکو اقتصادي به پیاوړی شي.
زمونږ کرهنیز محصولات، لاسي صنایع ، قیمتي ډبري ، قالینې ، به په خپله نوم په نړیوالو تجارتي بازارونو کې ارزه کیږی او زمونږ تجاران به تر بل هروخت ډیره ګټه تر لاسه کړي.
دغه لاري له طریقه کوم مالونه چې له چین هند ، نه اروپایې هیوادونو ته وتبادله کیږي نو دولت به ډيره مالیات او ګمرکي عوائید تر لاسه کړي چې له دې سره به زمونږ ملي بودجه زیاته او له مالي اړخه به په خپلو پښو ودریږو.
فغانستان یو له هغه هیوادونو څخه دی چې تر ټولو ډیر معدنیات لري مونږ کولای شو چې د بهرنیو پانګولاو په مرسته کانونه استخراج او له دغه لاري یې نړیوالو بازارونو ته یې ارزه کړو.
اریخي مخی ته په کتو د افغانستان خلک د د منځنۍ آسیا له خلکو سره ډیر مشترکات لری چې مونږ کولای شو خپل تیر برم د بیا ځل لپاره را ژوندی کړو او د آسیا په زړه کې یو نوم وتی هیواد و اوسو.
افغانستان د وریښمو لارې په منځنۍ ساحه کې پروت هیواد دی چې د دغه لاري په فعالیدو سره به زمونږ لوی ښارونه د بیا ځل لپاره په نړیوالو تجارتي مرکزونو بدل شي او هر ښار به مو د نیویارک، دوبی، په شان شهرت پیداکړي.
په هیواد کې د امنیت سوکالی په راوستلو کې هم مهم رول لري ځکه خلکو ته به کاري فرصتونه پیداکړي، او له جګړې به لاس واخلي.
پای
۱۳۹۷ د جدی ۲۳ نیټه
مأخذونه:
افغانستان در مسیر تاریخ: ۵۰ م
«تاریخ و جغرافیای تاریخی جاده ابریشم» (۳ جلد). نوشته محمد عبدلی و راضیه گرکنی، انتشارات جمال هنر، تهران، ۱۳۹۱.
جهان ارغیان تا بام صفی آباد، علی اصغر طاهری صفی آبادی، انتشارات ایران جوان ،۱۳۸۶
ویکي پیډیا سایټ
د دې لیکنې لیکوال ښاغلی صالحی د پکتیکا ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې د ځوانانو عمومي مدیردی.