تېر ماښام  د کابل ښار نهمه حوزه کې د موټر بم چاودنې له امله زمونږ یو شمېر هېواد وال شهیدان سوي او ۱۴۴ کسان ټپیان سوي دي. دغه پېښه خوارا ډېره خواشینوونکې ده.
مونږ نن درې بجې د عدالت غوښتنې خېمه کې په دې اړه مطبوعاتي کنفرانس لرو او د شهیدانو او ټپیانو د وینې پوښتنه کوو. له ټولو ځوانانو، د پارلمان وکیلانو، مبارزینو او هېوادوالو څخه هیله کوو چې په دغه کنفرانس کې راسره ګډون وکړي او د شهیدانو او ټپیانو د وینې لپاره عدالت وغواړو او حق یې ادا کړو.
په درنښت
مطیع الله مطیع
پته:کابل نوی ښار، سینما پارک ته څېرمه د عدالت غوښتنې خېمه
د اړیکې شمېره: ۰۷۹۹۴۲۱۰۱۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *