تاند- د چین د فضايي تحقیقاتو اداره وايي، هغه تخمونه زرغونه شوي دي چې د دغه هیواد ستوربېړۍ د جنورۍ په درېمه نېټه د سپوږمۍ پټې خوا ته وړي وو.
دا لومړی ځل دی چې په سپوږمۍ کې بوټي تجربه کېږي او هغه هم نتیجه ورکوي.
د چین ستوربېړۍ چانګ ۴ لومړنۍ ستوربېړۍ ده چې د سپوږمۍ هغې خوا ته استول شوې چې زموږ له مځکې پناه ده یا موږ ته نه ښکاري.
تر دې وړاندې په نړیوال فضايي تمځي کې بوټي ازمویل شوي وو او هلته یې وده کړې وه خو دا لومړی ځل دی چې په سپوږمۍ کې بوټي وده کوي.
په سپوږمۍ کې د بوټو وده له څېړونکو سره مرسته کوي چې په دې برخه کې نورې څېړنې وکړي او په مریخ کې د نباتاتو ودې ته خوشبینه شي.
د بوټو وده مرسته کوي چې ستورمزلي په مریخ، سپوږمۍ او یا فضا کې ځان ته په خپله خواړه تولید کړي.
چینايي ستوربېړۍ له ځان سره د مځکې له خاورو سره د پنبې، الوګانو یا کچالو او څو نورو نباتاتو زړي وړي دي.
که دغه خبره حقیقت ولری چه په سپوږمۍ کی بوټو یا نباتاتو وده کړیده، نو بیا یو وخت شونی ده چه په سپوږمی کی حیوانات په تیره بیا انسانان هم ژوند وکړای شی.
ځکه د نباتاتو او حیواناتو ژوند یو بل پوری تړلی دی او بل داچه ددغو ژوندی موجوداتو څخه اکسیجن، کاربن او څینی نور ضروری عنصرونه پیدا کیږی .
خو خدای دی وکړی چه دغه نباتات په نورمال یا عادی حالت شنه شوی وی، نه داچه په هایدروپونیک سیستم
Hydroponic Systems
هایدروپونیک سیستم دنباتاتو دشنه کیدو هغه میتود او طریقه ده چه په هغی کی نبات یا بوټی خاوری یا ځمکی ته ضرورت ونلری، بلکه د معدنی موادو او اوبو څخه منحل شوی موادو څخه استفاده وکړی
خو خدای دی وکړی چه دغه نباتات په نورمال یا عادی حالت شنه شوی وی، نه داچه په هایدروپونیک سیستم