تاند- په مالیزیا کې یوې محکمې پرېکړه کړې چې له مسلمانانو پرته بل څوک د (الله) د کلمې د استعمالولو حق او اجازه نه لري.

د مالیزیا محافظه کارو مسلمانانو د محکمې د پرېکړې هرکلی کړی دی خو عیسویان پرې اعتراض لري او وايي چې دوی د خدای پاک لپاره له لسیزو راهیسي له همدې عربي کلمې(الله) څخه کار اخلي.

د محکمې د پرېکړې په مهال شاوخوا سل تنه مسلمانان راټول شوي ول او وروسته له دې چې قاضي اعلان وکړ چې له مسلمانانو پرته بل څوک خدای ته الله نه شي ویلی، دوی خوشالي وکړه.

دا په داسي حال کې ده چې عیسویان هم اهل کتاب دي او پر واحد خدای باور لري.

2 thoughts on “د الله د کلمې د کارولو په اړه د مالیزیا د محکمې پرېکړه”
  1. زما په نظر دا به ښه وه چې هر څوک په ځانګړي توګه اهل کتاب د الله کلمه وکارولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *