د ژوندیو په تړاو د اقلیم مطالعه
د اقلیم پېژندنې (climatology) یوه برخه ده چې په اوږده موده کې په ژوندیو موجوداتو د فزیکي چاپېریال اغیز مطالعه کوي. د دې مسایلو په اړه (هوا، اوبو او ځایونو په اړه) بقراط ( Hippocrates) هم دوه زره کاله وړاندې په رسالو او مقالو کې یادونه کړې خو د (bioclimatology) ساینس یوه نوې څانګه ده. په ۱۹۶۰ لسیزه کې دې څانګې د پام وړ پرمختګ وکړ.
 
د اقلیم او هوا هره بڼه په ژوندیو خپل اغیز لري او له همدې امله دا څانګه حدود نلري. د دې رشتې پر ځینو برخو زېات تاکید شوی لکه :
 
د هوا او اقلیم په بوټو او حشرو اغیز کوم چې د بوټو، ژو او انساني ناروغیو د ودې لامل ګرځي؛
 
د روغتیا لرونکو انسانانو او د دوي د ناروغیو په فزیلوجیکي بهیر د هوا او اقلیم اغیز؛
 
په انساني روغتیا ښارونو او استوګنځایونو کې د مایکرو کلایمېټ اغیز – مایکرو کلایمېټ د وړې سیمې اقلیم ته وایي په ځانګړې توګه د هغې سیمې اقلیم چې د چاپېریال اقلیم سره توپیر لري
 
د ژوو، انسانانو او بوټو پر ودې او وېش د تېر وخت د اقلیمي حالت اغیز.
One thought on “د ژوندیو په تړاو د اقلیم مطالعه | زکریا رحیمي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *