اېروسول یوې داسې مادې ته وېل کیږي چې د فشار لاندې بنده وي او د سپرې یا شیندونکې په توګه د خپرېدو وړتیا لري. خپرېدنه یې معمولا د خوځښت وړ ګازد فشار په ذریعه کیږي. په هوا پېژندنه کې اېروسول د مایع یا جامدو ذرو سیستم ده چې دغه ذرې د ګاز د فشار په ذریعه په منظم ډول په برابره توګه خپروي. د اېروسول ذرې په ورښت کې اړین رول لري، کله چې هوا کې خپرې شي د تبخیر شوو اوبو لپاره هسته جوړوي، په دې هسته باندې د اوبو تبخیر ځای نیسي او له هغې وروسته کنګل کیږي. د اېروسول ذری په هوا باندې خپل اغیز لري یادې ذرې یا لمریزو وړانګو ته انعکاس ورکوي او یا یې جذب کوي کوم بهیر چې د هوا په سړېدو او تودېدو خپل اغیز لري. له دې پرته په کیمیاوي بهیرونو کې هم ونډه اخلي او یاد بهیرونه د اتموسفیر په برېښنایي ځانګړنه اغیز کوي.
 
د اېروسول رېښتینو ذرو قطر له څو ملي مایکرو متره تر یو مایکرو متر پورې وي کوم چې له (104) سانتي متره سره مساوي ده. کله چې د اېروسول وړې ذرې په هوا کې زوړند یا د تعلیق شکل کې وي نو سیستم یې د مایع شکل اختیار کوي، که چېرې یې ذرې غټې وي ډېر ژر بېرته ناسته کوي او په هوا کې زوړندې نه پاتې کیږي او دا ډول ذرې ریښتونې اېروسول ندي. د اېرو سول اصطلاح په هوا کې د لړې یا غبار، ورېځ او دوړو لپاره کاریږي. کومې ذرې چې له ۰.۱ مایکرو متره وړې وي د اېتکېن هستې (Aitken nuclei) په نامه هم یادیږي.
3 thoughts on “اېروسول | زکریا رحیمي”
  1. ښاغلی زکریا رحیمي صاحب ډیره مننه ښه نوی معلومات دی

    خو زه پوه نشوم چه د اېروسول ذری په خپل ترکیب کی کوم کیمیاوی عناصر لری

    مننه

  2. اېروسول د فزیک مضمون اصطلاح ده او یوې داسې مادې ته وېل کیږي چې د فشار لاندې بنده وي او د سپرې یا شیندونکې په توګه د خپرېدو وړتیا لري. خپرېدنه یې معمولا د خوځښت وړ ګازد فشار په ذریعه کیږي. دا ماده هر څه کېدلای شي د اور وژنې لپاره په ډبه کې بند ګاز، همداسې د خولې ضد سپرې یا شیندوکې او یا هم عطر او یا د رنګ سپرې او یا هر بل ډول ماده چې د فشار په ذریعه خپریږي فورمول یې په لیکنې کې شته او د ذرو په اړه مې هم یادونه کړې. که ستاسې مطلب په اتموسفیر کې ککړونکي وي نو د کاربن ډایوکسایډ ذرې، میتان ګاز او یا هم هر بل ډول ککړونکي امکان لري او که مو موخه ورېځ وي نو د ورېځ د جوړېدو بهیر لاندې ولولئ

    د اوبو ښکارېدونکی یا څرګند څاڅکي، د یخ کرسټال او یا د دواړو مخلوط ته ورېځ وایي. لړې یا غبار د ځمکې لاندینۍ د ځمکې سطحې ته نږې د ورېځ طبقه ده. کله چې لانده بادونه پورته هوا ته وخېژي له لاندې خوا فشار ېې خپروي او د خپرېدو پر وخت په ادیاباتیکه توګه سړیږي.
    ادیاباتیک — د یو سیستم هغه پروسه چې د تودوخې له تبادلې پرته ترسره کیږي.–
    د دې خپرې شوې هوا د تودوخې درجه چې کله د پرخې ټکي ته ورسیږي نو د اوبو د څاڅکو د یو ځای کېدو هسته جوړوي چې د یخ کرسټال یا ورېځ ورڅخه جوړیږي. د اوبو د څاڅکو د یوځای کېدو هسته په هوا کې له مایکروسکوپي ذرو څخه تشکیل شوې وي چې همدا پروسه ډېر ژر د اوبو ۰.۰۱ ملي متره (۰.۰۰۰۴ انچه) قطر لرونکي څاڅکي تولیدوي. په یو سانتي متر مکعب کې تقریبا څو سوه دا ډول څاڅکي موجود وي. ورېځ یوازې د اوبو څاڅکي وي، د یخ کرسټال وي یا د دواړو مخلوط وي. کومه ورېځ چې یوازې کرسټال وي د ټروپوسفېر په پاسنۍ سړه برخه کې وي. د دواړو مخلوط هغه وخت رامنځته کیږي چې تودوخه 0 °C وي. کله چې ورېځ خپله کې سره ونښلي او د هوا هغې طبقې ته راکوزه شي چې تودوخه ېې زېاته ده باران ورېږي.

  3. ښاغلی زکریا رحیمي صاحب ډیره مننه چه په ښه تفصیل سره مو لا ډیر معلومات راکړه، الله ج دی تاسو ته آجرونه او عزتونه درکړی چه په پښتو ژبه خپلو ورونو ته علمی معلومات برابروی

    ځما سوال هم همدغه وه، چه د ایروسول ذره به په خپل جوړښت یا ترکیب کی د کومو کیمیاوی عنصرونو څخه جوړه
    شوی وی، لکه کاربن، اکسیجن، نایتروجن، سلفر او داسی نور

    مننه ځواب می واخیست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *