اوس چې د افغان حکومت په هلو ځلو سولې ته د افغانانو هیلې زیاتې شوي او په تمه دي چې راتلونکي میلادي کال به د سولې یوه هوکړه رامنځ ته شي، ځینې طالبان چې له پردیو دستور اخلي، هڅه کوي چې د سولې دا خبرې سبوتاژ کړي.
افغان حکومت هسې هم طالبانو ته سیاسي او جګړه ییزه ماتې ورکړې، ځکه هر کله یې طالبانو ته د خبرو کولو وړاندیز کړی، خو طالبان په داسې حال کې چې جګړه له افغان ځواکونو او افغانانو سره کوي، سوله له امریکا سره غواړي.
د طالبانو دا ارمان هم پوره شو چې له امریکا سره مخامخ خبرې کوي، خو امریکا هیڅکله نه غواړي چې د سولې پروسه دې د افغان حکومت پرته بل څوک رهنمايي کړي، کله چې امریکا له طالبانو سره خبرې پيل کړي، د امریکا لومړی شرط دا دی چې له افغان حکومت سره به طالبان مخامخ خبرې کوي او موضوع به حل کوي.
طالبان هم په دې پوهیږي چې د جګړې له لارې هیڅ هدف نه شي ترلاسه کولای، ځکه افغانستان اوس پياوړې، اردو، پولیس او امنیت لري چې کولای شي له خاورې دفاع وکړي.
دا به ومنو چې طالبان ځینو سیمو کې پرمختګ کوي، ځینو کې ماتې خوري، ځینې وخت بریالي کیږی چې افغان ځواکونو ته تلفات واړوي، خو طالبان د دې څو چنده لوړه بیه پرې کوي، ځکه د افغان ځواکونو په پرتله طالبان دوه چنده مري.
خو دا چې افغان حکومت دا جګړه بهرنۍ بولي او قرباني یې افغانان ورکوي، نو له همدې کبله د سولې په خبرو ټینګار کوي، خو دا چې طالبانو ته یې خپل ملګري، هېواد او ډله هیڅ اهمیت نه لري، د سولې پر ځای جګړه باندې تمرکز کوي، هغه جګړه چې طالبانو کلونه وکړه او کلونه د بل د ګټو لپاره د خلکو کورونه وران کړل.
افغان حکومت ځکه په مخامخ خبرو ټینګار کوي چې باور لري، طالبانو ته به قناعت ورکړي او هغه پلمي به یې له منځه یوسي چې کلونه طالبان پرې خلک جذبوي، جنګوي او قرباني کوي.
د سولې په خبرو د افغان حکومت ټینګار د ولس له ارادې او غوښتنې سره سم دی، خو طالبان فکر کوي چې افغان حکومت په جګړه کې مات شوی او یا تر فشار لاندې دی.