تاند- پاکستاني چارواکو د لومړي ځل لپاره د وېښتو په صادراتو کې د ډېروالي راپور د خپل هیواد ملي جرګې ته وړاندې کړ.
د پاکستان د ماليې یا خزانې وزارت په دې راپور کې ویلي چې په تېرو ۵ کلونو کې یې څو لکه کیلو وېښتان بهر ته صادر کړي او له دې درکه پاکستان ته یوملیون او ۶ لکه ډالر راغلي دي.
پاکستان د وېښتانو یو مهم صادروونکی هیواد دی او ډېر وېښتان چین ته صادروي.
په چین کې له اقتصادي ودې سره مود او فېشن ته پام زیات شوی او د مصنوعي وېښتو بازار هم تود شوی دی.
پاکستان پر چین سربېره امریکا، جاپان او جنوبي کوریا ته هم وېښتان صادروي.