عبدالله او رباني

تاند- د اسلامي جمعیت ګوند د مشر صلاح الدین رباني له لوري په یوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا ګوند د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کوي.

د جمعیت ګوند په خبرپاڼه کې راغلي چې نن /شنبه/ سهار د ګوند د مشر صلاح الدین رباني په کور کې د دې ګوند د مشرتابه په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به د عبدالله عبدالله د کاندیداتورۍ ملاتړ کوي.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی عبدالله سبا له خپلو دوو مرستیالانو عنایت فرهمند (ازبک) او اسدالله سعادتي (هزاره) سره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته لاړ شي او رسماً ځان کاندید کړي.

جمعیت ګوند ادعا کړې چې د جنرال عبدالرشید دوستم په مشرۍ ملي جنبش او د خلیلي په مشرۍ وحدت ګوندونو د عبدالله عبدالله د کاندیداتورۍ ملاتړ کړی دی.

دا ګوند دا ادعا په داسې حال کې کوي چې د جنبش یو استازی عالم ساعي د حنیف اتمر د کاندیداتوري ملاتړ کوي او ثریا دلیل، چې هغه هم جنرال دوستم معرفي کړې، د اشرف غني ننګه کوي.

د جمعیت ګوند اجرايي ريیس عطا محمد نور د حنیف اتمر د کاندیداتورۍ ملاتړ کړی او د دغه ګوند یوه بل مشر یونس قانوني د اتمر په ټکټ کې د نوموړي لومړی مرستیال دی.

داسې ښکاري چې د دغه ګوند لا هم لالهاند دي چې د چا ملاتړ وکړي. نن په ټولنیزو رسنیو کې د جمعیت د یوه بل پخواني قوماندان او پخواني دفاع وزیر بسم الله محمدي عکسونه خپاره شول چې پرون له حنیف اتمر او قانوني سره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته تللی و او نن د خپل ګوند له احمدولي مسعود سره د انتخاباتو په کمیسیون کې ناست و.

په همدې حال کې د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت ګوند په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عبدالله عبدالله د کاندیداتورۍ د ملاتړ پرېکړه د جمعیت ګوند د مشرتابه شورا کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *